Homeخبرونهیونسکو د افغانستان د فرهنګي شتمنیو د ساتنې غوښتنه وکړه

یونسکو د افغانستان د فرهنګي شتمنیو د ساتنې غوښتنه وکړه

تاند (جمعه د اسد ۲۹مه) د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) وايي چې په افغانستان کې به فرهنګي میراثونو ته هر ډول زیان، په هغه هیواد کې تل پاتې سولې او د بشري مرستو څرنګوالي ته زیان ورسوي.

یونسکو پرون/ پنجشنبه په یوه اعلامیه کې د فرهنګي میراثونو د مسلکي کارکوونکو او هنرمندانو د کار لپاره د خوندي چاپیریال د رامنځته کیدو په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل چې هغوی‌ د افغانستان د ملي یووالي او ټولنیز جوړښت لپاره مرکزي رول لوبوي.

په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان پراخ فرهنګي‌ میراثونه چې ددغه هیواد له تاریخ او هویت سره نه بیلیدونکی تړاو او بشریت ته ارزښت لري، باید وساتل.

د یونسکو اشاره د کابل موزیم، د هرات زوړ ښار، د جام منار او د بامیان تاریخي آثار ته ده چې د افغانستان تاریخي شتمنۍ دي.

د یونسکو سازمان د نړیوالو قوانینو پر اساس د افغانستان د بیلابېلو فرهنګي شتمنیو د ساتنی غوښتنې کړې او هغوی ته یې د زیان رسیدو او لوټ کیدو د مخنیوي په هدف د اړینو اقداماتو غوښتنه کړېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...