یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد امریکا ولسمشر او امنیتي ټیم یې د افغانستان په اړه خبرې...

د امریکا ولسمشر او امنیتي ټیم یې د افغانستان په اړه خبرې وکړې

تاند (جمعه د اسد ۲۹مه) د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس د خپل ملي امنیت له ټیم سره په کتنه کې په افغانستان کې د امریکا د امنیتي، ډیپلوماتیک او استخباراتي هڅو په هکله تازه معلومات ترلاسه کړي دي.

سپینې ماڼۍ پرون پنجشنبه وویل چې دوی همداشان د کابل نړیوال هوايي ډګر کې په عملیاتو خبرې کړې دي چې د امریکا د دفاع وزارت د هڅو په پایله کې اوس فعال او امن شوی دی.

د امریکا د ملي امنیت ټیم ولسمشر جو بایډڼ او د هغه مرستیاله په وروستیو پرمختګونو خبر کړل او وې ویل چې د اګست له ۱۴مې څخه یې له افغانستان نه ۷۰۰۰ کسان ایستلي چې د جولای د میاشتې له پایته رسېدو راهیسې د ټولو ایستل شویو کسانو مجموعي شمیر ۱۲۰۰۰ تنو ته رسیږي.

بایډن دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې په ګډون د هر ډول تروریستي ګواښونو په هکله بحث او خبرې کړې دي.

امریکايي مقاماتو پرون/ پنجشنبه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ سي-۱۷ الوتکو شاوخوا ۲۰۰۰ تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.

اوس مهال د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې ۵۲۰۰ امریکایي سرتیري حضور لري او ټاکل شوې چې دغه شمیر ۶۰۰۰ ته لوړ کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب