جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهداعش: طالبان د اسلام په جامه کې د امریکا وسيله ده

داعش: طالبان د اسلام په جامه کې د امریکا وسيله ده

تاند(جمعه، اسد٢٩) – داعش یا اسلامي دولت د لومړي ځل لپاره پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته غبرګون وښود.

داعش د خپل جهادي سىيال(طالبانو) په اړه په يوه بيان کې وویل، چې دوى په افغانستان کې بریالي شوي نه دي بلکې د امریکا له لوري ورته افغانستان وسپارل شو.

داعش په النبا اونيزه کې وايي: “دا د سولې لپاره بريا ده نه د اسلام لپاره. دا د مذاکراتو لپاره بريا ده نه جهاد لپاره.”

د اسلامي دولت ډلې اوسني طالبان د اسلام په جامه کې د امریکا وسیله بولي او وايي: “طالبان د امریکا له لوري د مسلمانانو د ګمراهۍ او په سیمه کې د داعش د حضور پر ضد د وسيلې په توګه استعمالېږي.”

داعش زياته کړه، اوس به طالبان هغه مرداری چې واشنګټن کړی دی، دوی سموي.

په افغانستان کې د ولسمشر غني د حکومت له سقوط او د طالبانو د واکمنۍ په شپږمه ورځ دا لومړی ځل دی چې داعش د طالبانو پر واګ ته رسېدو غبرګون ښيي خو دې ډلې په وروستیو کې د کومې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

تر اوسه د طالبانو اسلامي تحریک د داعش ډلې د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب