دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهصالح او مسعود طالبانو ته د سولې او سياسي حللارې وړانديز وکړ

صالح او مسعود طالبانو ته د سولې او سياسي حللارې وړانديز وکړ

تاند (جمعه، اسد٢٩) – په پنجشير کې امرالله صالح او د احمد شاه مسعود زوى احمد مسعود د وينې بهېدو مخنیوي لپاره د سولې او سياسي حللارې وړانديز وکړ.

احمد مسعود داسې مهال له طالبانو سره د سولې کولو وړاندیز کوي چې تېره ورځ يې د دې ډلې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ او له امریکا يې هم وغوښتل څو د مقاومت لپاره ورسره مرسته وکړي.

اوس داسې ښکاري چې احمد مسعود له جګړې او مقاومت پښېمانه شوى او ده ته يوه نږدې کس مهدي حسيني اعلان وکړ چې دوى له طالبانو سره تماس نيولى او د سولې تړون وړانديز يې کړى دى.

تر اوسه د دې تړون جزييات نه دي په ډاګه شوي خو ويل کېږي چې له سولې تړون وروسته به د طالبانو اسلامي تحریک پنجشير ته نه ننوځي او دغه دره به د ګونديز سیستم له لارې اداره کېږي.

وسله والو طالبانو د تېرې يکشنبې په ورځ د کابل په سقوط سره اعلان وکړ چې افغانستان د دى تر بشپړې ولکې وروسته جګړه نور پاى ته ورسېده.

خو لا تراوسه طالبانو د پنجشير د نيولو اقدام نه دى کړى او هلته د ولسمشر غني لومړي مرستیال ځان د غنى ځايناستى او سرپرست ولسمشر اعلان کړ او د طالبانو پر ضد يې د جګړې او مقاومت خبر ورکړ.

تر اوسه طالبانو د احمد مسعود وړانديز په اړه څه نه دي ویلي خو الاماره ورځپاڼې ویلي چې طالبانو هم مسعود ته معاملې پيشنهاد کړى دى.

حسيني زياته کړه: “که څه هم د مسعود جنګیالي د نظامي مقاومت تيارى لرى خو مسعود او صالح د وينې بهېدو په نسبت سياسي حللاره غوره بولي.”

تر اوسه وسله والو طالبانو پنجشير ته تللې لارې نه دي بندې کړي او امرالله صالح ادعا کړې وه چې د پخواني ملي دفاع وزير بسم‌الله محمدي په ملتيا د 1000 په شاوخوا کې د ملي امنیتي ځواکونو په لرلو د دې ولایت دفاع ته چمتوالى لري خو ځينې رسنۍ بيا هلته د افغان ځواکونو شمېر له 2000 تر 25000 بولي.

احمد مسعود تېره ورځ ويلي وو چې د پلار له وخته ورته د وسلو زېرمې پاتې او له امریکا يې هم غوښتنه کړې وه چې د طالبانو سره د جګړې لپاره ورسره مالي او نظامي مرسته وکړي.

اوس راپورونه وايي چې نن پخوانى ولسمشر حامد کرزى او عبدالله عبدالله  د پنجشير ولايت له قومي مشرانو او علماوو سره ليدلي خو د ليدنو جزييات يې نه دي خپاره شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب