دوشنبه, مې 20, 2024
Homeداسې هم شتهپه بريتانيا کې د افغان پناه غوښتونکي ماشوم مړينه

په بريتانيا کې د افغان پناه غوښتونکي ماشوم مړينه

تاند(جمعه، اسد٢٩) – په بریتانیا کې د چهارشنبې په ورځ يو افغان پناه غوښتونکى ماشوم د يوه هوټل له نهم پوړه د راغورځېدو په پېښه کې مړ شوى دى.

د بريتانيا د شفلېډ پولیسو ویلي، په دې ښار کې تازه له افغانستانه ورغلې د يوه افغان پناه غوښتونکي د کورنۍ ماشوم د هوټل د نهم پوړ له پنجرې رالوېدلى او مړ شوى دى.

دغه کورنۍ تازه له افغانستانه بريتانيا ته تللې ده.

د پولیسو په وینا پنځه کلن محمد منيب د هوټل له نهم پوړ څخه چې له خپلې مور سره هلته اوسېده راغورځېدلى دى.

يوه افغان پناه غوښتونکى چې په همدې هوټل کې ژوند کوي وايي، چې د محمد منيب کورنۍ پنځلس ورځې مخکې له افغانستان څخه بريتانيا ته تللې ده.

دغه کورنۍ د هغو افغانانو د لېږد په پروګرام کې شامله ده چې ممکن له بهرنيانو سره د همکارۍ له امله د طالبانو له لوري تر ګواښ لاندې راتلل.

بریتانیا د طالبانو له لوري د ټول افغانستان تر نيونې وروسته اعلان وکړ چې 20000 افغانانو ته پناه ورکوي.

دغه افغان ژباړن وايي، زوى يې ورته وويل چې يو هلک د هوټل له پنجرې راغورځېدلى چې دى د هغه د مرستې لپاره ورغى.

دى وايي، له غوښتنه وشوه څو د ژباړې په موخه د محمد مور روغتون ته ولېږدوي.

نوموړي زیاته کړه:” په هوټل کې مېشتو خلکو د پېښې له امله ټکان خوړلى، ټول ناارامه، غمجن او په بد رواني حالت کې قرار لري.”

د هوټل بل اوسېدونکي وويل، د ماشوم د غورځېدو پر مهال د هغه مور په خونه کې وه او غږ يې کاوه چې زوى مې! زوى مې! خو کله چې دى بهر ووت پولیس او امبولانس يې ولیدل.

هغه زیاته کړه، دغه کډوال د خپلو ځانونو د ژغورنې لپاره نوى ژوند پيل کړى و چې له داسې برخلیک سره مخ شول.

د ده په وینا، په دې هوټل کې لږترلږه لس کورنۍ اوسېدې چې د پنجشنبې ماسپښین بل هوټل ته ولېږدول شول.

پوليسو ويلي، د ماشوم مرګ مشکوک نه بولي.

د بريتانيا حکومت دغه پېښه خواشيني ښودلې او وايي چې په دې اړه د پولیسو پلټنې روانې دي او له دغې کورنۍ سره به هر راز مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب