جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو‌ د محقق،رباني،قانوني او ځينو نورو سياستوالو له ساتونکو وسلې راټولې کړي

طالبانو‌ د محقق،رباني،قانوني او ځينو نورو سياستوالو له ساتونکو وسلې راټولې کړي

تاند (تاند جمعه د اسد ۲۹ مه) سرچینې وایي، چې طالبانو په کابل کې د محمد محقق،صلاح الدین رباني، یونس قانوني، لطیف پدارم او احمد ولي مسعود کورونه تلاشي کړي او د هغوی له ساتونکو یې وسلې راټولې کړي دي.

دسرچینو په وینا طالبانو د هغوی موټرونه او له کورونو نه یې ترلاسه شوې وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي.

یو شمېر دغه کسان چې کورونه یې پلټل شوي پاکستان ته په سفر تللي وو.

د سرچینو په وینا دغه کسان له پاکستاني چارواکو سره تر کتنو وروسته په جلا جلا ډول نورو هېوادونو ته تللي دي.

سرچینې وایي، چې دغه کسان اوس دې ته په تمه دي چې د طالبانو له یوه چارواکي انس حقاني نه کابل ته د تګ په صورت کې د سر د خوندېتوب تضمین ترلاسه کړي.

دوی د پاکستان پر سفر بوخت وو،چې کابل د طالبانو لاسته ولوېد.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي،خو کابل ته د طالبانو تر راتګ وروسته د یو شمېر خصوصي شرکتونو له ساتونکو هم وسلې راټولې شوي او طالبانو یې د امنیت ساتلو ژمنه کړې ده.

محمد یونس قانوني ،محمد محقق او صلاح الدین رباني د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې ټولو لورو ته ونډه ورکړي او واک انحصار نه کړي.

محمد محقق ویلي چې که طالبان په راتلونکي نظام کې دوی ته ځای ورنه کړي نو په ملي او نړیواله کچه به پرې فشارونه راولي.
محقق داهم ویلي چې له طالبانو سره بیا جګړه نه غواړی.

1 COMMENT

  1. ښه به دا وی چی د تیر حکومت یو چارواکی هم په نوی حکومت کی شامل نکړی شی. ډیر ځوانان لرو تحصیل کرده چی ټول بیکاره دی او وطن د آبادولو اراده وسره ده. نور دا مردار خورو ته ضرورت نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب