جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لومړی مرستیال سراج الدین حقاني کابل ته تللی

د طالبانو لومړی مرستیال سراج الدین حقاني کابل ته تللی

تاند (تاند جمعه د اسد ۲۹ مه) د طالبانو مرستیال مشر سراج الدین حقاني، چې د حقاني شبکې مشر ګڼل کېږي، کابل ته تللی دی.

افغان اسلامي اژانس، چې مرکز یې په پېښور کې دی او له طالبانو سره په نژدې تماس کې دی، د طالبانو د سرچینو په قول ویلي چې ملا سراج الدین حقاني دوې ورځې وړاندې جلال اباد ته تللی و او نن کابل ته رسېدلی دی.

سراج الدین حقاني کابل ته تر روانېدو مخکې په جلال اباد کې د ننګرهار له طالب والي او ځینو نورو طالب مشرانو سره وکتل.

سراج الدین د طالبانو د مشر شیخ هیت الله اخوندزاده لومړی مرستیال، د مشهور جهادي قوماندان جلال الدین حقاني زوی او د حقاني شبکې مشر دی.

سراج الدین حقاني هیڅوخت ځان د طالبانو له تحریکه بېل نه دی ګڼلی. خو سراج الذین حقاني او په ده پورې منسوبې شبکې ته د کابل او نورو ښارونو د اکثرو خورا پېچلیو او خونړیو بریدونو د مسوولیت ګوته نیول کېده.

د سراج الدین حقاني ورور ان حقاني څو ورځې مخکې کابل ته تللی او د حامد کرزي په شمول یې له یو شمېر سیاستوالو سره کتلي دي. د ده تره خلیل حقاني نن د کابل په پلُ خشتي جومات کې د جمعې لمونځ وکړ.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملابرادر، چې له قطر څخه کندهار ته تللی، کابل ته راخوځېدلی دی.

په همدې حال کې د شمال ټلوالي د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود په مشرۍ وسله والو نن ادعا وکړه چې په بغلان کې یې دوې ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولي او د ختجان په لور پرمختګ کوي

2 COMMENTS

  1. اخر هم ثابته شوه چې د حقاني شبکه د امریکا جاسوسه وه او د لومړۍ ورځې نه ددوی سره په تماس کې وه. دا شبکه ددې لپاره په میرانشاه کې مهمه وه چې د القاعده غړو معلومات امریکا ته ورکړي او هغوی یې ښکار کړي. ډیرې عربان یې په امریکایانو ووژل او دوی خپله په زرهاو افغانان په ځانوژونکو حملو شهیدان کړل. دا وحشي او داړونکې کورنۍ د افغانانو او عربانو قاتله ده.

  2. هسی له عقدو څخه کار مه اخله ، عربانو خو همدوی وساتل او کنه پاکستانی او افغانی جهادیانو ، کرنیلانو او قوماندانانو خو د ښځو سره امریکا ته تسلیمول او پیسی یی اخیستلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب