تاند ( یکشنبه، د اسد ۳۱) د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی مشر عزیزالله فضلي یو ځل بیا د کرکټ بورډ د عمومي مشر په توګه وټاکل شو.
کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړی اوسمهال د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د یادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کرکټ بورډ په عمومي ریاست پسې یو شمېر لوبغاړو او ځینو نورو کسانو هڅې کولې.
اضغر افغان، عبدالله مزاری، فضلي هغه کسان وو، چې ویل کېده د دې څوکۍ د ترلاسه کولو هڅې کولې.
عزیزالله فضلي په ۲۰۱۹ کال کې له نړیوال جام مخکې اصغر افغان هم له لوبډلمشرۍ لرې کړی و.
د کرکټ پوهان په اوسنیو حالاتو کې دا ټاکنه غوره بولي خو هیله مندي ښيي، چې نوموړی به د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره نور اړین ګامونه پورته کړي.
عزیزالله فضلي داسې مهال د کرکټ بورډ مشر ټاکل کېږي، چې د افغان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ را روانې لوبلړۍ ته هم کمې ورځې لا پاتي او افغان لوبډله لا سرېلانکا ته نه ده تللې.