سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهننګرهار: یو شمېر ځوانانو د《الله اکبر》په ویلو په څلور لارو کې ملي...

ننګرهار: یو شمېر ځوانانو د《الله اکبر》په ویلو په څلور لارو کې ملي بیرغونه پورته کړل

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۶) د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې ګڼ شمېر ځوانانو د 《الله اکبر》په ویلو سره د هېواد درې رنګه ملي بیرغ د ښار په څلور لارو کې پورته کړ.

دا ډله ځوانان وایي سبا پنجشنبه د اسد ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۲ مه کلیزه ده او د همدې درې رنګه ملي بیرغ تر سیوري لاندې به یې ونمانځي.

دوی وایي، هېڅوک حق نه لري چې د دوی مخنیوی وکړي.

دا ډله ځوانان داسې مهال ملي بیرغونه د ښار په واټونو کې ځړوي،چې تېره ورځ د اسلامي امارت پلویانو د ښار له منځه ملي بیرغونه راښکته کړل او په ځینو ځایونو کې د اسلامي امارت بیرغونه وځړول.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ د درېیمې ورځې په تېرېدو ډېرى افغانان د ملي ارزښتونو او شتمنيو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

د دغو ملي ارزښتونو څخه يو د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ دى چې د طالبانو له لوري د څو ورځو راهیسې له دولتي تاسيساتو لرې کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډيرى خلک په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.

خلک وايي، له دولتي ادارو د ملي بیرغ په لېرې کېدو خوابدي دي او دا ورته مهمه نه ده چې واک د چا په لاس کې وي خو ملي سمبولونه او ارزښتونه باید په خپل حال پاتې شي.

دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ځینو لوبغاړو هم د درې رنګه ملي بیرغ ننګه کړې.

دوی ویلي ملي بيرغ يې د نړۍ د کرکټ په ميدانونو کې رپولى او ژمنه کوي چې بيا به يې هم په افتخار سره رپولو ته دوام ورکوي.??????

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب