سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپه بګرام کې د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې لسګونه کسان وژل...

په بګرام کې د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې لسګونه کسان وژل شوي

تاند(چهارشنبه، اسد٢٧) – د پروان د عامې روغتیا ریاست مسئولان وايي، د بګرام په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو د هوايي برید له امله لږترلږه ٥٠ کسان وژل شوي او ٨ نور ټپیان دي.

د پروان د عامې روغتیا ریاست په خبره، دغه برید د B52 الوتکې په واسطه د روانې اونۍ د دوشنبې ناوخته د بګرام په هوايي ډګر کې شوى چې د ٥٠ کسانو مړي د دې ولایت مرکز چاريکار روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پروان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر صفي الله وارسته وايي، چې ٨ کسه ټپیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

له سيمې څخه يوه سرچینه وايي، په وژل شويو کسانو کې د پروان لپاره د طالبانو والي او د هغه ملګري هم شامل دي چې بګرام هوايي ډګر ته تللي وو.

که څه هم پروان ولایت د طالبانو په ولکه کې ده خو دا لا روښانه نه ده چې دغه کسان د کوم هدف لپاره دغه ډګر ته تللي وو چې پرې هوايي برید شوى دى.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب