دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د اعصابو اراموونکې خونه

د اعصابو اراموونکې خونه

تاند- په انګلستان کې پوهانو یوه داسې کوټه جوړه کړې ده چې که د دنیا ډیر مضطرب او پریشانه کسان هم پکې څملي، د روحي کرارۍ احساس به کوي.

 ًپه اوسنۍ دنیا کې چې مالي بحرانونو، چټک ژوند او د پرمختګ سیالیو وګړي په روحي لحاظ ناکراره کړي، ځینې پوهان په دې فکر کې لویدلي دي چې داسې کوټې جوړې کړي چې اندیښنې کمې کړي.

  په انګلستان کې د ارواپوهنې پروفیسر ریچرډ وایزمن وایي چې ده همداسې یوه لویه کوټه جوړه کړې ده او که هر ناکراره کس پکې څملي، څو دقیقې وروسته به کراري احساس کړي.

 دغه کوټه د هارت فورد پوهنتون د روغتیایي پوهنو د تحقیقاتي موسسې په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې ده او راغلي کسان کولای شي چې تجربه یې کړي.

  دې لویې کوټې ته په هر نوبت کې لس کسان ورځي. دوی هورې په یوه پاسته فرش باندې څملي. د دوی سر ته ایښی سروېږدی د اسطو قدوس بوټي په اوبو خوشبویه شوی دی. دغه بوټی په یوناني طبابت کې د ارام خوب د کولو او د اعصابو د کرارولو لپاره استعمالیده.

 د دې کوټې په منځ کې د ځنګل د پاڼو په شان زرغونه رڼا خپره وي او هر څوک د اسمان د رنګ په څیر یوې شنې رڼا ته ګوري او خاصې پستې موسیقي ته یې غوږ ایښی وي . دلته راغلي کسان وروسته له څو دقیقو خپل اعصاب ارام شوي احساسولای شي.

 د ډاکتر ریچرډ وایزمن جوړې کړې کوټې ته په هره جوپه کې لس کسه راځي او پنځلس دقیقې تیروي. د وایزمن په وینا ، په دې کوټه کې ان همدا پنځلس دقیقې هم کافي دي چې راغلیو کسانو ته روحي سکون وروبخښي.

  د یادولو ده چې د ارواپوهانو له څیړنو سره سم، زرغون رنګ په مغز کې دویامین هورمون تولیدوي چې د ذهني سکون باعث کیږي او د اسمان په څیر شین رنګ د ورځني ژوند له پریشانیو د پام په اړولو کې مرسته کوي.

د نیویارک ټایمز له راپور سره سم، سانتیا جاداو د هندي نرسانو په سپینه ساړۍ کې د کلیوالو سیمو په نریو ، پوټلنو لارو باندې روانه وي او له کلیوالو پوښتنه کوي چې دلته تازه واده چا کړی دی؟ کله چې د نوې ناوې کور ومومي نو ناوې ته  وايي چې تر حامله کیدلو پورې دوه کاله انتظار وباسه. که داسې وکړې د مهاراشترا حکومت به پنځه زره روپۍ چې یو سلو او شپږ ډالره کیږي، بخشش درکړي. دغه نرسه تازه واده کړیو ناویانو  ته دا هم وايي چې که د اولاد لرلو  ته دوه، درې کاله صبر وکړئ نو یو څه پیسې به ذخیره کړای شئ او که مو تعلیم تیمګړی وي ،د زده کړو د بشپړولو وخت به هم ولرئ.

  د سانتیا جاداو خبرې نه یوازې نویو واده کړیو جوړو ته د ښه ژوند په اړه پیغامونه لري بلکې د هند د ډیریدونکي نفوس له کیمدو سره هم مرسته کوي. په هند کې اوس شاوخوا دولس سوه میلیونه کسان ژوند کوي چې کابو نیم یې تر پنځه ویشت کلونو کم عمر لري. په دې حساب هند د دنیا یو هغه ملت دی چې د کم عمره او ځوان کهول شمیر پکې بیخي زیات دی. حال دا چې په چین کې د کم عمرو شمیره کمه ده.

  ځینې اقتصاد پوهان اټکل کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د هند اقتصادي وده تر چین زیاته شي. د دوی دلیل دا دی چې په چین کې ځوان نفوس مخ په کمیدو او بوډا شوی نفوس مخ په زیاتیدو دی خو په هند کې برعکس، ځوان نفوس مخ په زیاتیدو دی. څرنګه چې ځوان نسل د کار نسل دی نو دا امکان شته چې په راتلونکو کلونو کې د هند اقتصادي تحرک او خوځښت تر چین چټک شي.

  ځینې اقتصاد پوهان به د هند د ځوان او کشر کهول په زیاتوالي کې مثبت اړخونه هم ویني خو اکثرو نورو ماهرانو ته د هند د نفوسو اوسنۍ وده د ملک او ټولنې لپاره د مختلفو مشکلاتو پیدا کوونکې ښکاري. همدا وجه ده چې د هند حکومت د نفوسو د کنټرول لپاره ډول ډول کوښښونه کوي چې د سپینې ساړۍ د میرمنې سانتیا جاداو هڅه یې یو مثال دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب