سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد سپېنې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار: طالبان به د‌ کابل هوايي...

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار: طالبان به د‌ کابل هوايي ډګر ته د ملکيانو د خوندي تېرېدو اجازه ورکړي

تاند (چهارشنبه داسد ۲۷مه) د سۤپېنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکارجیک سالیوان وایي،چې طالبانو امریکا متحده ایالتونو ته ویلي دي، چې هوایي ډګر ته به د افغان ملکیانو د خوندي تېرېدو اجازه ورکړي.

نوموړی وایي چې د ملکیانو د لېږد بهیر به احتمالا د روانې میلادي میاشتې تر پایه دوام ولري.
جیک سالیوان په سپېڼې ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه،چې د امریکا پوځ د کابل هوایي ډګر ته په خوندي توګه د ملکیانو د لېږد لپاره له طالبانو سره د مذاکرې په حال کې دی.

هغه ټينګار وکړ چې د کابل د هوایي ډګر له لارې به د امریکا د افغان همکارانو د لېږد بهیر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر د بشپړېدو تر مودې «د اګست تر ۳۱مې» دوام ولري،خو د دقیق مهالویش پر سر خبرې روانې دي.

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ټینګاروکړ،چې امریکا متحده ایالتونه د هغو کسانو په اړه مسوولیت منونکي دي،چې په افغانستان کې یې له دغه هېواد سره همکاري کړې او په وینایې د هغوی د اېستلو بهیر ته دوام ورکوي.

د طالبانو له لوري د کابل او نورو ولایتونو تر نیول کېدو وروسته، ګڼ افغانان د دوشنبې په ورځ د کابل پر هوایي ډګر ورمات شول چې له امله یې ګډوډۍ رامنځته شوه.

دکابل د هوایي دګر فعالیت د دوشنبې په ورځ ودرول شو، خو اوس ددغه هوایي ډګر فعالیت له سره پېل شوی دی.

دامریکا یوه جګپوړي پوځي چارواکي جنرال هنک ټيلور وویل چې امریکا متحده ایالتونه هوډ لري، چې د کابل په هوایي ډګر کې د لېږد بهیر په یو ساعت کې یوې الوتنې ته زیات کړي او په ورځ کې له پنځه زرو تر نهه زرو مسافرین ولېږدوي.

جیکسالیوان د افغانستان پر ښځو د طالبانو د واکمنۍ د دوام په تړاو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره بل غوراوی نه درلود.

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار د طالبانو په رسمیت پېژندلو په هکله د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې اوسمهال په کابل کې وضعیت عادی نه دی او تر اوسه کوم حکومت هم نه دی جوړ شوی او دا پوښتنه اوس له وخته مخکې ده.

جیک سالیوان د خپلو خبرو په لړ کې وویل، چې دا په طالبانو پورې اړه لري چې نورې نړۍ ته وښيي چې څه وړ کسان دي او غواړي خپلې واکمنۍ ته څنګه دوام ورکړي.

د ده په وینا،طالبان ښه مخینه نه لري خو په دې پړاو کې د دې پوښتنې ځواب ورکول له وخته مخکې دي.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ،چې که څه هم امریکا متحده ایالتونه د نوي حکومت په توګه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو پلان نه لري، خو که چېرته ځینې شرایط پرځای شي،د هغوی په رسمیت پېژندل شوني دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په خپل خبري کنفرانس کې اعلان وکړ،چې نړېواله ټولنه او امریکا طالبانو ترخپلې څارنې لاندې لري څو وګوري چې څنګه د خپلو خلکو له بنسټيزو حقونو دفاع کوي، ترهګرو ته پناه نه ورکوي او د خپل هېواد د نیمايي نفوس «ښځو او نجونو» د حقونو ساتنه کوي.
د نډپرایس په وینا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یو شمېر هېوادونو اعلان کړی دی، چې که طالبان د خپلو هېواد د وګړو بنسټيز حقونه تضمین کړي، ممکن حکومت یې په رسمیت وپېژني.

د اروپایي ټولنې د بهرنیي سیاست مسوول هم په دې ورځ وویل چې دغه ټولنه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو پلان نه لري، خو باید له هغو کسانو سره په تماس کې شي،چې پر کابل واکمن دي.

تر اوسه روسیې او چین اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د سولې له داسې خبرو ملاتړ کوي،چې ټول لوري پکې شامل وي.

پاکستان هم څرګنده کړې ده،چې دغه هېواد به له سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو سره ترسلا مشورې وروسته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب