سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه له طالبانو سره خبرې کوي

اروپايي ټولنه له طالبانو سره خبرې کوي

تاند (چهارشنبه، اسد٢٧) – اروپايي ټولنه وايي، د اوس لپاره د طالبانو د رسميت پېژندلو پروګرام نه لري خو پکار ده چې هغه کسانو سره اړيکه کې وي چې په کابل کې قدرت په لاس کې لري.

د اروپایې ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل د ويډيو کنفرانس له لارې د دې ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو سره په بېړني ناسته کې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د پناه غوښتونکو د رامنځته کېدونکي بشري ناورین مخه دې ونيول شي.

هغه وویل: “هر هغه څوک چې په کابل کې واک ولري مونږ باید ورسره اړيکه کې اوسو. طالبان په جګړه کې بریالي شوي مونږ باید ورسره خبرې وکړو.”

بورل څرګنده کړه، چې له طالبانو سره خبرې دا مانا نه لري چې دغه ډله په رسميت پېژني بلکې دا د تعامل موضوع ده.

د طالبانو له لوري د کابل تر نيونې وروسته اروپايي ټولنې له افغانستان سره خپلې ټولې پراختيايي مرستې درولي خو اوس د بشري مرستو د ترسره کولو لپاره يې ارزونې پيل کړي دي خو دغه ټولنه وايي، د موضوع تر روښانه کېدو پورې هر راز پراختيايي مالي مرستې نه اجرا کوي.

بورل ټينګار کوي، چې طالبان باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک او بشري حقونو ته احترام وکړي څو دغو مرستو ته لاسرسى پيدا کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول وايي، د بېځایه شویو افغانانو، وچکاليو ځپلو او د کرونا ویروس له امله اغېزمنو کورنیو سره مرستې دوام کوي او شونې ده چې لا زياتې شي.

اروپايي ټولنې ژمنه کړې وه چې له ٢٠٢١ تر ٢٠٢٤ کاله به د افغانستان د پراختیايي پروګرامونو ته يو ميليارد او څلور سوه ميليونه ډالره مرسته وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د سه شنبې د ورځې په غونډه کې هوکړه وکړه چې اوس لپاره له افغانستانه د اروپايي هېوادونو اتباعو او د هغو افغانانو ايستل لومړيتوب لري چې په افغانستان کې يې دغې ټولنې سره همکاري کړې ده.

د آلمان صدراعظمې انګلامرکل او د دې هېواد نورو مخکښو سياستوالو د دوشنبې په ورځ خبردارى ورکړى و چې د تلونکو افغان پناه غوښتونکو لپاره دې له ګاونډیو هېوادونو سره مرسته وشي.

هغې په يوه خبري ناسته کې وويل، لومړى مسئله ګاونډیو هېوادونو سره ده چې د افغان پناه غوښتونکو زيات شمېر يې هلته ځي.

د کډوالو چارو نړيوال سازمان د سه شنبې په ورځ خبردارى ورکړى چې په افغانستان کې په وروستيو مياشتو کې جکړو، کرونا ویروس او وچکالۍ بشري ناورین زيات کړى دى.

ددغه سازمان په وینا، په روان ميلادي کال کې جګړو له امله لږترلږه څلور سوه زره کسان بېځایه شوي او نږدې پنځه میلیونه خلک بيا د ژوند تېرولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب