Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام...

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام ډاډ ورکړ

تاند(چهارشنبه، اسد٢٧) – د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکتر ټډروس اډهانوم ګيبرياسس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست سره د خبرو پرمهال ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح سره يې خبرې کړې او د ده فعالیتونه يې ستايلي دي.

نوموړى وايي، د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح ښاغلي ګيبرياسس ته ډاډ ورکړ چې په ټول افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د نوي نظام په راتګ سره يې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي دي.

مجروح دغه راز په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: “زه له دې خاورې او په دې خاوره کې د وطن خاورې خدمت کوم. نه مې پاسپورټ ترلاسه کړ، نه مې د ویزې لپاره منډې وکړې او نه هم پټ يم. نن په هېڅ ډول مې نشو کولی چې خپل همکاران د نا امیدۍ او وېرې حالت کې یوازې پرېږدم. نن یوځل بیا د روغتیا وزارت او د هېواد په روغتیایي نظام زموږ د همکارانو په شتون کې بیاځلې ساه واخیسته.”

ښاغلي مجروح د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو او د طالبانو په راتګ سره تر اوسه خپله دنده پرمخ وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...