سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهکرکټ بورډ: افغان لوبډله به ډېر ژر سرېلانکا ته سفر وکړي

کرکټ بورډ: افغان لوبډله به ډېر ژر سرېلانکا ته سفر وکړي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۷) د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي،چې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو نړیوالو پنځوس اوره سیالیو ته چمتوالی نیول شوی دی.

هوتک لیکلي، چې د پروازونو پیل کېدو سره به افغان لوبډله سریلانکا ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ اویشکا ګنوردنې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهني روزونکی وګمارل شو.

ګنوردنې مخکينی سريلانکايي لوبغاړی دی.

۴۴ کلن اويشکا د سرېلانکا لپاره ۶۱ نړيوالي يو ورځنۍ لوبې کړي دي.

دې سرېلانکايي روزونکي د خپل هېواد د الف او ۲۰۱۷ کال کې د دې هيواد د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د یادونې چې افغانستان په راتلونکي سپټمبر مياشت کې پخپل کوربتوب له پاکستان سره د ۳ يو ورځنيو لوبو لړۍ لري، چي د کورنيو روزونکو په ګډون ورسره درې نړيوال روزونکي هم ملتيا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب