سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ: پاکستان د امریکا او ناټو په مرسته پر افغانستان يرغل...

محسن داوړ: پاکستان د امریکا او ناټو په مرسته پر افغانستان يرغل کړى

تاند(چهارشنبه، اسد٢٧) – د پاکستان د پارلمان غړى او د دې هېواد د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړى محسن داوړ وايي، پاکستاني جرنیلانو د امریکا او ناټو په مرسته پر افغانستان يرغل کړى دى.

داوړ په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: “د پاکستان جرنیلانو چې د امریکا او ناټو په مرسته په افغانستان کوم یرغل کړې دى مونږ دا ښکاره وایو چې مونږ د افغان ولس د رايې سره یو. د افغان ولس په رايې اشرف غني ولسمشر دى. تر څو يې رايې وي مونږ به يې ملګری یو.”

هغه د امریکا پر ولسمشر نيوکه وکړه، چې افغانانو سره يې چل کړى او په دې سره يې طالبانو ته مشروعیت ورکړ.

ښاغلي داوړ ولسمشر جوبایډن ته په خطاب کې وویل:” تاسې افغانانو ته دهوکه ورکړه، امریکا طالبانو ته مشروعیت ورکړ، پنځه زره طالبان بندیان مو ورته آذاد کړل خو د دوى ځالې مو ور ختمې نه کړې امریکا پخوا هم او اوس هم د افغانستان خاوره د نیابتي جګړې د پاره کاروي، ستاسو لاسونه د افغانانو په وینو ککړ دي.”

خو ولسمشر بايډن تېره ورځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وت دفاع وکړه او د ملامتيا ټوله پړه يې پر پخواني حکومت واړوله.

بايډن وویل، امریکا تر درې سوه زره افغان ځواکونو وروزل او سمبال يې کړل خو که دغه ځواکونه د خپل هېواد لپاره جګړه نه کوي نو امریکا يې هم نه کوي ځکه افغانان باید له خپل هېواده دفاع وکړي.

طالبانو په څه کم دوو اونيو کې پر ټول افغانستان ولکه ټينګه کړه او په کابل کې بې له کومې نښتې راننوتل.

د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح، دا چې ولسمشر غني په افغانستان کې نه شته ن دى د افغانستان قانوني او مشروع ولسمشر دى.

هغه وویل، افغانستان د ترهګرو په ولکه کې دى او پر وړاندې به يې مقاومت وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب