سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهملاله يوسفزۍ : د نړۍ هېوادونه دې د افغانانو پر مخ خپلې...

ملاله يوسفزۍ : د نړۍ هېوادونه دې د افغانانو پر مخ خپلې پولې پرانېزي

تاند (چهار شنبه د اسد ۲۷مه) د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسزۍ د نړۍ پر هېوادونوغږ کړی چې له افغانانو سره مرسته وکړي او خپلې پولې د افغانانو پر مخ پرانېزي.

ملاله یوسفزۍ د امریکا له ولسمشر جویايډن نه غوښتي دي،چې د افغانستان د خلکو د ساتنې په برخه کې جدي ګامونه واخلي.

نوموړې وایي چې جویایډن د افغانستان د خلکو د ساتنې په برخه کې ډیرداسې کارونه لري چې باید ترسر یې کړي.

هغې ویلي: ”بایډن ډیر کارونه لري چې باید ترسره یې کړي،ولسمشر بایډن باید د افغانستان د خلکو د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه واخلي، افغانستان څلور لسیزې وړاندې حالت ته ستنېږي.نو نه پوهېږو چې تاریخ چېرته پېلېږي او د چا په مټ پېلېږي او په هېواد، سیمه او نړۍ کې څوک ګرم دي.سیاست ژور، څو اړخېز او پېچلی دی.خو هغه څه چې په ریښتیا مهم دي دا دي چې باید په یاد ولرو چې تر ټولو ډير زیان ملکي افغانانو ته رسیدلی دی. ”

ملاله یوسفزۍ د افغان مېرمنو او نجونې د خوندېتوب په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د ښځو د حقونو په برخه کې یې له څو فعالو افغان مېرمنو سره خبرې کړي دي چې په وینا یې هغوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپل ژوند ته ډېرې اندېښمنې دي.

نوموړې وایي چې افغان مېرمنې وېره لري چې یوځل بیا د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کالونو پېښې تکرار نه شي.
ملاله یوسفزۍ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغانانو پر مخ خپلې پولې خلاصې پرېږدي.

نوموړې د پاکستان لومړي وزیرعمران خان ته هم په یوه لیک کې لیکلي دي،چې د افغانانو پر مخ د پاکستان لارې پرانستې وساتي.

یوسفزۍ وایي،چې یوازې د ټلویزیون له لارې د ناورین د کتلو او د سیاست په کولو څه نه کیږي، باید په افغانستان کې پر رامنځته شوي بشرين ناورین غور وشي.

ملالې یوسفزۍ په ۲۰۰۹میلادي کال کې کله چې دولس کلنه وه، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې یې د خپل ژوند په اړه په انټرنټ کې لیکنې پېل کړې.

خو په ۲۰۱۲میلادي کال کې په پاکستان کې د طالبانو له لوري په سر په مرمۍ وویشتل شوه.
ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۴میلادي کال کې د نوبل جایزه وګټله.

دا لومړی ځل دی چې ملاله یوسفزۍ د‌افغانانو په اړه څرګندونې کوي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مرسته غواړي.

شنونکې وایي چې په دې ورځو کې یوځل بیا پر کابل  د طالبانو د واکمنېدو په اړه د نړۍ د مشهورو څېرو او سیاستوالو غبرګونونو  ملاله یوسفزۍ غبرګون ښکاره کولو ته اړ اېسته ده.

د دوی په وینا یوسفزۍ تر اوسه په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او د اسلام آباد له لوري له پښتنو سره د ناوړه چلند او ظلمونو په اړه یوه لنډه تبصره هم نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب