سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکايي سناتوران له بایډن نه د افغانستان په اړه پوښتنې کوي

امریکايي سناتوران له بایډن نه د افغانستان په اړه پوښتنې کوي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۷) امریکايي سناتوران وایي د افغانستان په اړه د بایډن پرېکړې او پالیسي په هر اړخیزه توګه څېړي.

د یاد هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر باب منندز په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي،چې د افغانستان د وضعیت مسوولین د امریکا اوسني چارواکي دي.

د نوموړي په وینا د امریکا حکومت په تېر شل کلن ماموریت کې تل په خپلسرې توګه پرېکړې کړي او تګلارې یې جوړې کړې دي چې د پوښتنې ګروېږنې وخت یې دی.

منندز زیاتوي دوی هڅه کوي د بایډن تګلارې او د هغه پرېکړه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او وروسته یې په اړه پرېکړه وکړي.

دوی همدا راز په دې تړاو د استماعیه غونډې د جوړېدو خبره هم کړې ده.

برېټانیا او امریکا د افغانستان په اړه د جي اووه غونډه رابولي

بل لورته د راپورونو له مخې د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون، د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني خبرې کړې دي او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت بحثونه کړي دي.

دواړو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې به وضعیت له نږدې څاري او ډېر ژر به په مجازي توګه د جي ۷ هېوادونو د مشرانو غونډه راوبولي.

برېټانیا داسې مهال دغه اقدام کوي، چې دمګړی په افغانستان کې واک له طالبانو سره دی او دغه ډلې تېره ورځ هم وویل، چې له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب