Homeخبرونهامریکا: له افغانستان څخه یې د ديپلوماتانو د لېږد پروسه بشپړه شوې

امریکا: له افغانستان څخه یې د ديپلوماتانو د لېږد پروسه بشپړه شوې

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی له افغانستان د خپلو ديپلوماتانو او سفارت د کارکوونکو د ایستلو پروسه بشپړه کړې ده.

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، چې یوه ډله ديپلوماتان لا هم په افغانستان کې حضور لري.

د سرچینې په خبره دغه ديپلوماتان به امریکايي اتباعو او پاتې وګړو په ایستلو کې مرسته کوي.

امریکايي حکومت دغه راز ویلي، چې تر اوسه یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه فکر نه دی کړی او نه هم په دې اړه بېړه لري.

سرچینه زیاتوي، چې دوی د افغانستان وضعیت څاري او د طالبانو کړنو ته په کتو به پرېکړه کوي.

تمریکا اوس له دې هم ډاډمنه ده چې سفارت یې امن دی.

بل لورته د فرانسې خبري آژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، که چیرې امریکا ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان کې خوندي دی نو د اګست له ۳۱ مې وروسته به هم خپل دیپلوماتیک فعالیت ته دوام ورکړي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو رئیس هم ویلي چې اروپایي اتحادیه چمتو ده طالبانو سره ګډ کار وکړي،خو په دې شرط چې د ټولو په خوښه ټولشموله حکومت جوړ، مدني آزادۍ، د ښځو او بشر حقونو ته پکې درناوی خوندي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...