جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاکثره امریکایان په افغانستان کې د بایډن له اقداماتو ناراضه دي

اکثره امریکایان په افغانستان کې د بایډن له اقداماتو ناراضه دي

تاند(سې شنبه، د اسد ۲۶) د امریکایانو اکثریت په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په پای ته رسولو کې د ولسمشر جو بایډن اقدامات نه تاییدوي.

د ټرافالګر ګروپ له نظرپوښتنې سره سم، په سلو کې ۶۹ اعشاریه ۳ پوښتل شویو کسانو ویلي چې د دوی په نظر بایډن دا ماموریت په سم ډول نه دی اداره کړی.

په سلو کې ۵۹ اعشاریه ۵ له بایډن سره په دې برخه کې «کلک مخالفت» کړی او ۱۰ سلنې نورو ویلي چې بایډن په دې برخه کې سم اقدام نه دی کړی او دوی یې نه تاییدوي.

دا نظرپوښتنه، له څه باندې زرو کسانو څخه د اګست په ۱۴ او ۱۵ مه شوې ده.

په همدې منځ کې په سلو کې ۲۳ امریکایانو د ولسمشر بایډن له لوري د افغانستان د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو ملاتړ کړی دی. په سلو کې ۷ اعشاریه ۵ ویلي چې په دې برخه کې هیڅ نظر نه لري.

د تېرو لږترلږه لسو کلونو په لړ کې په کابو ټولو نظرپوښتنو کې اکثره امریکایانو په افغانستان کې د امریکا له حضور او پوځي ماموریت سره مخالفت کړی دی.

 دا لومړی ځل دی چې امریکایان د دغه ماموریت د پای ته رسېدو له څرنګوالي سره نه موافقه ښيي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست په ۱۴ مه اعلان وکړ چې افغانستان ته ۵ زره پوځیان لیږي چې امریکايي دیپلوماتان له افغانستانه وباسي.

د جمهوریپال ګوند په سلو کې ۸۰ او د خپلواکو په سلو کې ۷۵ د افغانستان د پوځي ماموریت په اړه د بایډن له چلند سره نه موافقه ښيي. خو په سلو کې ۴۸ دیموکراتان بیا د بایډن چلند تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب