جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+روغتیا څه ده او روغ څوک دی؟

روغتیا څه ده او روغ څوک دی؟

ډاکټر خير الله خيال

د روغتیا غوره تعریف چې د نړیوالې روغتیایي ټولنې په کړنلار کې راغلی دا دی:

“د روغتیا مفهوم یواځې د ناروغۍ او د غړیو د نیمګړتیا نه لرلو ته نه وایي, بلکې بشپړې جسمي، روحي او اجتماعي هوساينې  ته وایي”

او روغ هغه څوک دی چې ناروغ نه وي, عضوي نیمګړتیا ونه لري, د چاپېریال د تغیراتو سره همغږي, د ژوندانه د امورو د اداره کولو لپاره کافی قدرت او د ناڅاپي حوادثو پر وړاندې مقاومت ولري, د رواني نظره متعادل روحي حالت ولري او د ټولنیز پلوه د نورو سره په تفاهم کې وي د حرص او کينې څخه لېرې، خوش بین او نیک خویه وي.

باید پوه شو چې روغتیا یوه نسبي کلمه ده او په نړۍ کې هیڅ داسې څوک نشته چې بشپړ روغ وي.

د روغتیا نښې:

د خلکو د روغتیایې کچې ټاکنه دقیقوکلينيکي کتنو، پلټنو او ازمیښتونو ته اړتیا لري خو یو لړ نښې نښانې شته چې د هغې په واسطه یو شخص کولى شي چې تر یوې اندازې د خپلې روغتیا څخه خبر شي.

د روغتیا غوره نښې نښانې دا دي:

  1. د داسې ناروغۍ او عضوي نقیصې نه لرل چی دشخص په ژوندانه کې د کار او فعالیت خنډکيږي.
  2. د ورځني کار د اجرا لپاره کافي توان او قوت لرل.
  3. ټاکلی وزن: د سالم شخص وزن تقریبا تل ثابت او ټاکلی وي.
  4. مناسبه اشتها, یانې نه ډېره زیاته او نه ډېره کمه په داسې ډول چې لږ تر لږه د اړینو موادو د اخستلو اشتها ولري.
  5. کافي خوب او استراحت: یو روغ شخص باید د خوب او استراحت منظم ساعتونه ولري ډیری خلک  ٨ ساعته خوب ته اړتیا لري, خو د خوب د اړتیا کچه د ټولو لپاره یو ډول نه ده ،غوره خوب هغه دی چې په منظم ډول په ټاکلو ساعتونو کې وشي.
  6. په حیاتي کړنو کې همغږي: د انسان بدن د یو اتوماتیک ماشین په څېر دی چې باید خپله دنده په خپل وخت په ښه ډول تر سره کړي.
  7. دبدن غړیو ته پام نه اړول: روغ شخص  هیڅکله خپلو غړیو ته نه متوجه کېږي  مګر هله چې  په کار کې دروحي او جسمي علت سبب شي او یا په کومه ناروغۍ اخته شي.
  8. د سپکوالي احساس:  یو روغ شخص په عادي حالت کې خپل وزن نه احساسوي.
  9. دورځنیو کارونو سره رغبت: روغ او سالم شخص دورځنیو کارونو خخه د ناراحتۍ احساس نه کوي.
  10. بېرته هوسا کېدل: هر څوک چې کار کوي ژر یا په ځنډ ستړی کیږي سالم او روغ هغه څوک دی چې د لنډې دمې څخه ورسته بېرته هوسا کيږي.
  11. د آرامتیا ساتنه : روغ اوسالم هغه څوک دی چې خپله آرامتیا وساتي او دهیجاني عکس العمل څخه مخنیوى وکړي
  12. د منظم او مرتب ژوند لرل..
  13. همغږي لرل: انسان یو ټولنیز موجود دی هر څوک باید له نورو سره همکاري او دټولنیزو نظامونو پیروی وکړي.
  14. ځيرکتيا, مینه, خواخوږي او ښه سلوک: سالم او روغ هغه څوک دی چې د حرص, کینې او مکر خخه دلیروالي سره  سره، سخي،خيرخواه، خوش بین او د ښې رویې څښتن وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب