جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیوناما وايي، بشر دوستانه ادارې په افغانستان کې د زیانمن شویو خلکو...

یوناما وايي، بشر دوستانه ادارې په افغانستان کې د زیانمن شویو خلکو ملاتړ ته ژمنې دي

تاند (سه شنبه د اسد ۲۶مه) ملګرو ملتونو (یوناما) په افغانستان کې د خپل پاتې کېدو ترڅنګ له اړمنو خلکو سره د مرستې په هکله پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.

یوناما نن/سه شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په داسې حال کې چې وضعیت ډېرې پېچلی شوی، خو وايي چې بشر دوستانه ادارې په افغانستان کې د زیانمن شویو خلکو ملاتړ ته ژمنې دي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د مرستیال ډاکتر راميز الاکبروف له قوله راغلي، «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه هیواد کې په ملیونونو اړو خلکو ته د مرستې رسولو او دلته د پاتې کيدو په برخه کې پر خپله ژمنه ټينګار کوي. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي چې کار يې په ځای پورې تړلي ندي په موقت ډول په بل ځای کې ځای پر ځای شوي، خو د بشردوستانه چارو ډير کار کونکي د بشردوستۍ له اصولو سره سم په بې پرې، او خپلواکه توګه د بشردوستانه مرستو د ملاتړ لپاره پاتې دي.»

یوناما وايي، په افغانستان کې زیانمن شوي خلک تر بل هر وخت ډيره اړتیا لري او په خبره یې ملګري ملتونه او غیر دولتي سازمانونه په افغانستان کې له خلکو سره مرستې ته ژمن پاتې دي.

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې پر پاتې کېدو او له اړمنو خلکو سره د مرستې پر ژمنې ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جګړو له امله د زرګونو کورنیو د بېځایه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

بلې خوا په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو بنسټ (MSF) وايي چې په کندهار، هرات، خوست، کونړ او هلمند ولایتونو کې خپلو روغتیايي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

دغه بنسټ نن سه شنبه وویل، «موږ د اړمنو خلکو لپاره د خپلو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن یو،موږ یوازې په یوه ورځ په عاجل اطاق کې څه باندې ۶۰۰ ناروغانو ته مشورې ورکړي دي او ۴۵ اومیدوارو مېرمنو ته چې نوي ماشومان یې زېږولي دي مرسته رسولې ده.»

بې پولې ډاکتران وايي چې اوس مهال په ټولو ولایتونو کې د دوی روغتونونه خلاص دي او هره ورځ ورته د درملنې په موخه ناروغان مراجعه کوي.

په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله د ګڼو ملکيانو د ټپي کېدو او وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

پر کابل د طالبانو له حاکمیت څخه وروسته هغوی له ډیپلوماتیکو او نورو بهرنیو خیره بنسټونو څخه غوښتي چې په دې هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب