جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل نړیوال هوايي ډګر څخه ملکي الوتنې وځنډېدې

د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه ملکي الوتنې وځنډېدې

تاند (سه شنبه د اسد ۲۶مه) د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه ټولې ملکي الوتنې ځنډېدلي دي.

دغې ادارې نن/سه شنبه په یوه اعلامیه کې له خلکو غوښتي چې یاد هوايي ډګر ته د الوتنو د بیا ځلې شروع پورې د راتګ څخه ډډه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د ملکي هوايي چلند ادارې کارکوونکي اوس مهال د کابل هوايي ډګر په تخنیکي ستونزو او پاک کارۍ کار کوي تر څو پورې الوتنې عادي حالت ته را وګرزي او بیا ځلې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر کابل باندې د طالبانو د حاکمیت پر دوهمه ورځ هم بهر ته د تلو په نیت د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسان د کابل هوايي ډګر مخې ته راټول شوي او غواړي له افغانستانه ووځي.

د معلوماتو پر اساس دوی هڅه کوي چې هوايي ډګر ته داخل شي خو ویل کېږي چې د وسله والو کسانو له خوا یې مخه نیول کېږي.

باید وویل شي چې پرون/ دوشنبه هم د بې نظمۍ له امله پنځه کسان په کابل نړیوال هوايي ډګر کې ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب