شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو وياند‌ «ذبيح الله مجاهد» نن ځان راښکاره کوي

د طالبانو وياند‌ «ذبيح الله مجاهد» نن ځان راښکاره کوي

تاند ( سه شنبه د اسد ۲۶ مه) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د افغانستان خلکو ته خپل ځان ښکاره کوي.

ذبیح الله مجاهد د افغانستان په شل کلنه جګړه کې تر ټولو آشنا خو زړه بوږنوونکی نوم دی.

د نوموړي نوم له جګړې، ځانمرګو بریدونو، چاودنو، هدفي وژنو او ډلییزو بریدونو سره پېیلی دی.

د طالبانو له لوري د شویو ځانمرګو بریدونو، چاودنو، ډلییزو بریدونو او هدفي وژنو مسوولیت به ذبیح الله مجاهد پرغاړه اخيست، خو په ښکاره نه بلکې په پټه، مجاهد یوازې د اعلامیو، غږیزو او لیکلو پيغامونو له له لارې د بریدونو مسوولیت پرغاړه اخیست.

په وروسیتو کلونو کې یې له ځينو رسنیو سره د ټيلفون پر لیکه مرکې هم کړي دي.

خو نوموړي د ځان په پټولو کې یوه داسې ځانګړنه لرله، چې د طالبانو د ډلې مشر یې هم نه لري، د طالبانو د ډلې د مشر ملا هبت الله آخوند عکس لیدل شوی خو د ده تر اوسه عکس هم نه دی خپور شوی.

طالبانو رسنیو ته په لېږل شوي پيغام کې ویلي، چې نن مازديګر د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې نور مشران خبري غونډه لري.

د ذبیح الله مجاهد په اړه بیلابیلې څرګندونې کېدلې، ځینو خو ویل چې د ذبیح الله مجاهد په مستعار نامه څو کسان فعالیت کوي او یو کس نه دی.

خو نن به څرګنده شي، چې ذبیح الله مجاهد څوک دی؟ څه وړ څېره یې ده،؟ لکه په کابل کې د نورو عادي طالبانو په څېر لمر وهلې څېره لري؟ او آیا ذبیح الله مجاهد یې خپل نوم دی که مستعار؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب