شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د کرکټ نړیوال شل اوریز جام مهالوېش اعلان شو

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام مهالوېش اعلان شو

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۶) د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د راتلونکي نړیوال شل اوریز جام مهالوېش اعلان کړ.

افغانستان به پکې خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په شارجه کې ترسره کوي خو مقابله لوبډله یې تر اوسه نه ده معلومه.

د کرکټ نړیوالې شورا په یوه خبر پانه کې ویلي،چې مهالوېش کې د لومړي راونډ سیالۍ د عمان او پي این جي هېوادونو ترمنځ پیلېږي چې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه به ترسره شي.

همدا راز د سوپر ۱۲ برخې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوي دي.

لومړۍ لوبه به د ګروپ ۱ څخه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ د اکتوبر په ۲۳مه نېټه په ابوظهبي کې ترسره شي.

همدا راز د ګروپ ۲ لومړۍ لوبه بیا د هند او پاکستان ترمنځ د اکتوبر په ۲۴مه نېټه ترسره کېږي.

افغانستان به لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه، دویمه لوبه به د اکتوبر په ۲۹مه، دریمه لوبه به د اکتوبر په ۳۱مه،  څلورمه او پنځمه لوبه به د نومبر ۷ مه نېټه ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب