شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله کابله د هندي ديپلوماتانو دوهمه جوپه ګجرات ته ورسېده

له کابله د هندي ديپلوماتانو دوهمه جوپه ګجرات ته ورسېده

تاند(سه شنبه، اسد٢٦) – د طالبانو له لوري د کابل تر نيونې وروسته هندي چارواکي وايي، نن له کابله د دوى د ديپلوماتانو، ژورناليستانو او امنیتي کارکوونکو دوهمه جوپه د دې هېواد ګجرات هوايي ډګر ته ورسېده.

په دغو ١٢٠ ديپلوماتانو کې د افغانستان لپاره د هندوستان سفير رودريندرا ټاډن هم شامل دى او دغه الوتکه نن سهار شاوخوا اته بجې د امريکايي ځواکونو په همکارۍ د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر څخه الوتنه کړې او څه باندې يوولس بجې د هند ګجرات هوايي ډګر ته ښکته شوې ده.

دغه ديپلوماتان وروسته له دې کابل پرېږدي چې اکثره هېوادونو له افغانستانه د خپلو سفارتي کارکوونکو او اتباعو په ايستلو پيل کړى.

ترکيې، روسیې، چين، پاکستان او تاجکستان ويلي،چې په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د بندېدو پلان نه لري.

امريکا او بريتانيا له څو ورځو راهیسې د خپلو ديپلوماتانو او اتباعو د لېږد بهیر پیل کړى دى.

د هندي دپلوماتانو لومړۍ جوپه د روانې اونۍ د يکشنبې په ورځ هند ته رسېدلې ده.

د ګجرات ايالت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې صدراعظم نریندرا مودي په خپله له افغانستانه د هندي ديپلوماتانو او د سفارت د کارکاوونکو د لېږد بهیر څاري.

د طالبانو د اسلامي امارت په پخواني دوره کې هند په افغانستان کې هيڅ ديپلوماتيک ماموریت نه درلود، نو له دې وروسته به معلومه شي دغه هېواد په افغانستان کې سفارت او قونسلګرۍ فعالوي که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب