شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهفیسبوک د طالبانو پر پاڼو او مطالبو بندیز لګوي

فیسبوک د طالبانو پر پاڼو او مطالبو بندیز لګوي

تاند(سې شنبه، د اسد ۲۷) فیسبوک پرېکړه کړې چې نور افغان طالبان تروریستي ډله ګڼي او د دوی پر مطالبو بندیز لګوي.

د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې، فیسبوک تایید کړه چې نه یوازې په فیسبوک بلکې په وټس اپ او انسټاګرام کې به هم هغو مطالبو ته اجازه نه ورکوي چې په طالبانو پورې تړاو ولري یا د دې ډلې د ملاتړ لپاره خپرېږي.

د بي بي سي نړیوال سرویس وايي چې ټویټر او یوټیوب هم په دې غور کوي چې د طالبانو اړوند مطالب او پاڼې له منځه یوسي.

فیسبوک وايي، د افغان ماهرانو یوه ډله یې ګومارلې چې هغه ټول مطالب له فیسبوک او د دې کمپنۍ له نورو پلېټفارمونو څخه لېرې کړي چې په طالبانو پورې تړاو لری.

دا ډله به دنده لري چې په راتلونکي کې هم په نورو نومونو د طالبانو تبلیغات وڅاري او ډیلیټ یې کړي.

طالبان په وروستیو کلونو کې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر فعال وو خو اوس چې یې پر افغانستان واک ټینګ کړی او دولتي رسنۍ یې په کنټرول کې دي، ښايي په ټولنیزو رسنیو کې د دوی پر تبلیغاتو بندیز هومره ورته مهم نه وي لکه پخوا چې و. خو له دې سره سره اوس په درسته نړۍ کې اکثره افغانان د خپل هیواد په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره خواله رسنیو ته مراجعه کوي.

فیسبوک نه دي ویلي چې ولې اوس طالبانو ته د تروریستي ډلې په سترګه ګوري یا یې پر فسیبوکپاڼو بندیز لګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب