شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه لومړي ځل د طالبانو واکمني کې ښځې نطاقي کوي

په لومړي ځل د طالبانو واکمني کې ښځې نطاقي کوي

تاند(سه شنبه، اسد٢٦) – په کابل کې د يو شمېر خصوصي تلویزیونونو پر پرده ښځينه نطاقانې راښکاره او په بېلابېلو ساعتونو کې يې خبرونه وړاندې کړل.

د تاند خبريال به خپله د ځینو رسنیو نشرات تعقیب کړل او وايي، چې د طلوع تلویزیون په پرده د سهار اتو بجو خبرونه شګوفه دانش، د اريانا تلویزیون د يوولسو بجو خبرونه بشير نسرین شېرزاد او د شمشاد د لسو بجو خبرونه هوسۍ احمدزۍ وړاندې کړل.

طالبانو د امارت په پخوانۍ دوره کې د ښځو پر کار، د تلویزیون په خپرونو او په ټوله کې د رسنیو پر خپرونو يې بشپړ بنديز لګولى و.

د ملي تلویزیون ځينو سرچينو تاند ته وویل، اسلامي امارت ورته لارښوونه کړې چې د موسيقۍ او تفریحي خپرونو پرته نور ټول پروګرامونه د اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ په  نظر کې نیولو او مراعتولو سره دوام ورکړي.

د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره رسنیو ته د ښځینه خبریالانو بېرته راتګ هرکلى او په نیک فال يې نیسي.

دغې ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، کار د ټولنې د هر و ګړي نر او ښځې بشري حق بلل کېږي او طالبان دې ژر تر ژره په لومړي سر کې د خلکو امنیت او د ورځني ژوند لپاره کار کول تضمین کړي.

دغه راز اعلامیه کې راغلي: “په اسلامي امارت غږ کوو چې د افغانسان د رسنیو او خبریالانو امنیت ټینګ او د ټولنې عامو و ګړو ته کره او په خپل وخت د اطلاعاتو وسيلې نورې هم پیاوړې کړي. مونږ هره ورځ په هېوادنۍ کچه له خبریالانو او رسنیو سره دوامده مانیتور او اړیکې لرو، د دوی کارونه ورځ تر بلې ښه کېږي، همدا شان په کابل کې هم د ښځینه خبریالانو حضور په رسنیو کې د ډاډ وړ دی چې دا به په اسلامي امارت د رسنیزو ادارو او خبریالانو باور نور هم پیاوړي کړي. زموږ غوښتنه دا ده چې رسنیو او ژورنالیستانو ته ځانګړې پاملرنه وشي څو د افغانستان د اسلامي امارت د کړنو په هکله خلکو ته کره معلومات وړاندې شي.”

په همدې حال کې د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د ملي  راډیو ټلوېزیون له ټولو همکارانو غوښتنه کړې په مرکز او ولايتونو کې خپلو دندو ته حاضر او خپرونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو اسلامي امارت وايي، په کابل کې د شريعت غږ راډیو خپرونې يې هم پيل کړي دي.

په قطر کې طالبانو د مرکچي پلاوي غړى او د دې ډلې د فرهنګي کمېټې مشر امير خان متقي په خپل ټوېټر په کابل کې د شريعت غږ راډیو د خپرونو د پيل خبره کړې ده.

د شريعت غږ راډیو عمومي مسئول مولوي ضیاالحق حقمل ویډیویي پیغام خپور کړى چې هغه په کې خلکو ته د امنیت او ارامۍ ډاډ ورکوي.

هغه وویل: “اوس په ټول هېواد کې حالات د عادي کېدو په لور روان دي او تر اوسه هېڅ د ناامنۍ کومې لویې پیښې نه دي ترسره شوي. اسلامي امارت په مکرر ډول ډاډ ورکړی دی چې د ولس د سر، مال او عزت د ساتنې لپاره پرېکنده ګامونه اخلي.”

د طالبانو اسلامي امارت له دې مخکې ویلي چې د ملي او اسلامي ګټو او ارزښتونو پر بنسټ د بیان ازادۍ اصولو ته ژمن دي.

د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهاله ادارې په راتګ سره په 2001 م کال کې د طالبانو د اسلامي امارت په نسکورېدو سره دغه راډیو ‘د افغانستان د ملي راډیو’ په نوم يادېده.

اخوا په کندهار کې د طالبانو اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ټولو رسنیو ته خبر ورکړى چې په آزاده او بې طرفه توګه خپل فعالیتونه پيل کړي او په دې برخه کې د هر راز همکارۍ ته ژمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب