لیکنه: صبغت الله عاطف
وروسته له هغه چې طالبان د افعانستان په ولایتونو او پلازمېنه حاکم شول، په ټولنیزه میډیا کې په لوی شمېر ځوانان خپل غرېو نیولي او ژړغوني تصویرونه په والونو او سټوریو نشروي او په دې توګه د خپلو احساساتو اظهار کوي.
ښکاره ده، دغه لوستي ځوانان په جمهوریت کې را لوی او وپالل شول، د جمهوریت تر چتر لاندې یې زده کړې وکړې، د بیان ازادۍ او د ژوند نورو ډېرو اساسي حقونو څخه برخمن شول.
ملي ارزښتونه چې یو وخت لیلام او بې قدره شوي وو، په جمهوریت کې یې درناوی وشو، ورځې یې ونمانځل شوې او خلکو ته یې د ارزښت په اړه پراخ پوهاوی وشو.
که د یو ملي ارزښت (ملي بیرغ) مثال راوړو، او د ازادۍ او ملي بیرغ لپاره په ځانګړو شویو ورځو کې مو له ملي بیرغ سره د خلکو مینه نندراه کړې وي، نو پوهیدلی شئ چې دا نښان د ځوان قشر لپاره څومره باارزښته دی.
د هېواد ملي امنیتي ځواکونو ورځې نمانځل یې یو بل ښه مثال کیدای شي چې په دې ورځ به د هېواد سرتیري ستایل کیدل او خلکو ته به له خپلو سرتېرو د ملاتړ انګېزه ورکول کېده، خو اوس خلک احساسوي چې له یو ملي پوځ څخه بې برخې دي، ملي بیرغ یې ښکته شوی او منتخب ولسمشر یې تبعید شوی دی.
د ملي بیرغ ښکته کېدل، د ملي پوځ ګونګ برخلیک او له هېواده د ولسمشر تبعید رښتیا هم ټکان ورکونکي وو او د جمهوریت پلویان یې ذهناً وځپل.
ښه نو، یعنې مونږ په پوره توګه مات شوو؟
تاسو مو خپل راتلونکی تیاره وینئ؟
فکر کوی د فردي ازادۍ له حقه محروم یاست، د بیان ازادي به مقیده وي او نور به د خپلو حقونو لپاره غږ پورته نه شی کړای؟
اول خو په دومره لوړه کچه مایوسي نه ده په کار، باید تر یوه بریده هیله مند و اوسو، ځکه طالب چارواکو په خپلو ویناوو کې انعطاف ښودلی، بیا که وګڼو چې رښتیا هم مونږ یو بد وضیعت ته تلونکي یو، نو ایا ماتېدل او مایوسي یې حلاره ده؟
یعنې اوښکې توی کړو، وژاړو، لاس تر زنې کېنو او ننداره وکړو چې زموږ له راتلونکي سره څه کیږي؟
نه په هیڅ صورت نه
مونږ باید له انسجام پس په خپل قوت باور ولرو، دا هېواد او دا خاوره خپله وګڼو او هغوی چې دلته حاکم دي باید کار وکړي او د خلکو ارادو سره په تقابل کې واقع نه شي.
موږ به کله هم غلي نه پاتې کېږو،
د خپلو ملي ارزښتونو ساتلو لپاره به مبارزه کوو، خپل غږ به اوچت ساتو او په دې لاره کې به د هیڅ ډول ویرې او ډار احساس نه کوو.
دلته باید ولسواکي او د بیان ازادي وي، ملي پوځ ولرو، دیني او ملي ارزښتونه، ملي هویت او ملي سمبولونه مو باید خوندي وي.
زموږ ډېر شمېر ملګرو هغه وخت چې وضیعت خورا ګواښوونکی و او هره شېبه د چاودنو او هدفي وژنو وېره وه، په هسکه غاړه مبارزه وکړه، اوس هم هماغه زړور او سرښندونکي ځوانان لرو، بس یوازې د مایوسۍ له دې ګردابه راوتل غواړي.
اوس خو زمونږ مسؤلیت لا دروند شو او لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده تر څو زمونږ او ستاسو هېواد زمونږ د ارادو سره سم مدیریت شي.
ژوندی دې وي افغانستان!
سرلوړي دې وي زمونږ باشهامته او زړور ځوانان
هغه لوستلی ځوانان چه دافغانستان او ملت سره مینه لری هغوی ته په کار ده چه په واقعی ارزشتونو باندی ځان خبر کړی. هغوی باید فکر وکړی چه دافغانستان ملی ارزشت په بیرغ تړلی او که په عسکری یونیفورم او یا داسی نور. هغوی باید له دی شیانو نه پورته ارزشت ته وګوری. دا شیان بدلیږی او رابدلیږی خو هغه چه ثابت باید پاتی سی هغه دملت دعقایدو احترام او سولئیز تیره او په خپلو کی ژوند دی.
څلویښت کاله دحکومت په مقابل کی مبارزه او جنګ دملیونونه افغانانو په بدبختی تمامه سوه. نوی ځوانان باید له هغو نه درس واخلی. هغوی باید په خپله قضاوت وکړی چه دنوی حکومت په مقابل کی بیا سنګرونه جوړول په اخر کی دبدبختی سبب ګرځی او که دنیکبختی.
هغوی باید دعدالت او مساوات او انسانی کرامت حدود او فضاوی وپیزنی او هغو ته دملت له سترګو وګوری نه دغرب او پردو مشورو او ترغیب.
هغوی باید خپل ځان هم حقدار وبولی او هم مسؤل. که دا ونسی نو خدای ناخواسته پردی خلک به بیا دځوانانو په احساساتو باندی لوبی وکړی او دا تیر څلویښت کلن تاریخ به نور هم اوږد کړی.
دیو سولئیز جوړونکی تحریک په هیله ځوانان په مسالمت آمیزه ډول دوخت په حاکمانو باندی انتقاد وکړی دهغه داصلاح لیاری ورته وړاندی کړی. نور دخودپسندی به اساس بی ځایه مقاومتونه ختم سی.
ځوانان باید دپیشرفته دولتو دځوانانو په ډول دهیواد جوړولو روحیه ولری نه دخرابولو. په توګه به دوی وکولای سی له نورو نه بیل خو خپلواک او سیال افغانستان جوړ کړی.