شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله کابل نه په يوې الوتکه کې د ۸۰۰ کسانو لېږد نړۍ...

له کابل نه په يوې الوتکه کې د ۸۰۰ کسانو لېږد نړۍ حيرانه کړې ده

تاند (سه شنبه د‌اسد‌ ۲۶مه)له کابل نه په یوه الوتکه کې د ۸۰۰ کسانو لېږد نړۍ حیرانه کړې ده.

کابل ته د طالبانو په ننوتو سره، له هېواد نه د وتلو لپاره د حامدکرزي پر هوایي ډګر د خلکو چوپې ورماتې شوې.

اوسمهال د حامدکرزي په هوایي ډګر کې امریکايي ځواکونه د دغه هېواد د وګړو،ډېپلوماټانو او خپلو افغان همکارانو د لېږدولو لپاره ځای پرځای شوي دي.

خو په کابل کې د دې اوازې په خپرېدو سره چې امریکا د کابل هوایي ډګر ته ورتلونکي ټول افغانان امریکا ته لېږدوي، ګڼو افغانانو له خپلو کورنیو سره ځانونه هوایي ډګر ته ورسول.

د یکشنبې په ورځ ۸۰۰ سوه افغانانو په یوېC-17A پوځې الوتکه کې چې د ۱۳۴ سرتېرو د لپاره جوړه شوې ده، په زور ځانونه ځای کړل.

دغې الوتکه چې له کابل نه د قطر العدید هوایي ډګرته والوته، پوره تیل هم نه لرل، او په هوا کې یې له بلې الوتکې تیل واخېستل.

په دغې الوتکې سپرو کسانو د الوتنې په لومړیو شیبو کې هم د دغه له خطرنه ډک سفر بیه پرې کړه. پنځه تنه د الوتنې پر مهال له الوتکې نه بېرته راولوېدل او ځای پرځای مړه شول.

ویل کیږي،چې درې دغه کسان د هوایي ډګر پر ځمکه رالوېدلي او دوه نور یې د کابل په خېرخانې مېنه کې له هوا نه یوه کورته ورلوېدلې دي.

دغه پنځه تنه د هغو کسانو له ډلې وو چې د الوتکې پر وزرو او نورو ناخوندي ځایونو کې ناست وو.
ویل کیږي،چې ډیری دغو کسانو نه پاسپورټ درلود او نه هم وېزه، خو د پاسپورټ او وېزې په نه لرلو سره بل هېواد ته تګ ناشونی دی.

الوتکې له منځه اخېستل شوی عکس په لومړي نظر داسې بریښي لکه ګڼ کسان چې په یوه تالارکې یو بل ته ډیر نږدې ناست وي.

دغه عکس د نړۍ په لر او بر کې غبرګونونه راپارولي او خلک یې حیران کړی دی.

امریکا خپل هغه افغان همکارن چې د اسنادونو پروسه یې بشپړه شوې نه ده، قطر ته لېږدوي او د اسنادونو تر ارزول کېدو وروسته به بیا امریکا ته لېږدول کیږي.
پېلوټانو ویلي،چې تر ټاکل شوي شمېر نه د پنځو تنو اضافي کسانو لېږد هم د پېلوټانو لپاره یوه اتلولي ګڼل کیږي.

د قطر په العدید هوایي ډګر کې د ناستې پرمهال له الوتکې نه د دومره کسانو راوتلو ددغه هوایي ډګر پېلوټان او انجنیران حیران کړي دي.

د الوتنو یوه کنټرولوونکي ویلي، دا ورته بیخي د نه باور وړ وه.

دغې الوتکې تر دې وړاندې په یوې الوتنکه کې ۶۷۰ ملکیان لېږدولي وو، خو دا لومړی ځل دی،چې دومره کسان لېږدوي.

که څه هم طالبانو پر افغانانو غږ کړی دی،چې له هېواد نه دې نه تښتي او خپلو کارونو ته دې دوام ورکړي، خو لیدل کیږي،چې ګڼ افغانان له هېواد نه د تښتې په هڅه کې دي.

په الوتکه کې په زور ځای پر ځای شوي افغانان

3 COMMENTS

  1. talibs looking houses who live in where and securely killing peoples.
    talibs want kill national security members and more government members.
    I am sorry for all afghans

  2. وروره
    زموږ هره سیاسی او اجتماعی او فرهنګی او تاریخی او فکری او عقیدتی او….. چاره هالیووډی ده نو پریږده چی په طیاره کی د اتو سوو کسانو تلواری او قانونی! ناسته او سفر هم هالیووډی خوند او رنګ ولری.

  3. زموږ سیاسی اواجتماعی اوفرهنګی اوتاریخی او فکری اوعقیدتی او ۔۔۔۔۔۔چاره هالیوډی ده نوپریږده چی په طیاره کی 8داتوسووکسانوتلوواری اوقانونی!ناسته اوسفرهم هالیووډی خونداورنګ ولری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب