شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ژوندي ملتونه پرزي خو پرېوتي نه پاتې کېږي

ژوندي ملتونه پرزي خو پرېوتي نه پاتې کېږي

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

مونږ ټول يو بد عادت لرو. هغه دا چې د خپلو ناوړه کړنو د ارزولو او سمولو پرځاى د بدو کړنو پړه په نورو باندي اچوو او موخو ته د رسيدو په هکله د فکر کولو پرځاى په ډلو او اشخاصو باندي راڅرخيږو. . د ځینو په ستايلو او د ځينو په رټلو نه مړيږو. د خپل مشر يا ډلې هره روا او ناروا کړنه تأئيدوو او د مخالف اړخ ټولې کړنې ناروا ګڼو.

څوک غني څوک کرزى، څوک طالب او دوستم پورې اخته يو، العياذ بالله د هندوانو معبودان مو ورڅخه جوړ کړي دي. هرڅه يې سپيڅلي ګڼو، خو څوک هم  ورته په سپکو سپورو ويلو کې افراط کوو  او دغې شومې پديدې مونږ په نفاق اختلافاتو او جنجالونو اخته کړي يو.

تاريخ هرڅه په خپله سينه کې خوندي کوي. افغان مشران له يوه تازه ازمون سره مخ شول. نړيوال په ځانګړي ډول امریکا ناکام شوه، يا هم ستړې شوه. موخې يې ترلاسه کړي او يا يې هم په افغانستان کې د شتون لپاره رنګ بدل کړ. مونږ ته فرصتونه لاس ته راغلل، خو متاسفانه افغانان لکه د تل په شان يو ځل بيا د سياسي ماتې په ګرداب کې ورک شول.

يوې سرتاسري سولې ته ولس هر ډول تيارى وښوده. له دواړو خواوو څخه يې وغوښتل چې د انعطاف په ښودلو سره د يو بل د وژلو پرځاى د يو بل د منلو او زغملو هنر خپل کړي خو داسې هيڅ څرک نه لګيده چې ښکيل اړخونه د واک بايل وزغمي. اوسنى بحراني حالت سره مخامخ کيدل د وړاندوینې وړ وو، حتى له اوس څخه د بدتر حالت فکر هم کيده.

په هرحال غني ښه او که بد وو، اوس د افغانستان ولسمشر نه، بلکې د ماضي يوه برخه ده. د ښه او بد قضاوت تاريخ ته پريږدو. يوه جاپاني ژورنالست اشنا مې  دوه ويشت کاله وړاندي راته وويل؛ وحيده! که مونږ په دوهمه نړيواله جګړه کې د خپلې ماتې او مخالف لوري د بريا په هکله بحثونه پيل کړي واى او پړ وړ مو معلومولای، نو اوس به هم موږ په بحثونو کې لتاړ واى، هيروشيما او ناګاساکي به هم هغه شان راته کنډواله پراته وو.

سيال او ژوندي  قومونه مخته ګوري. د اسمان ستوري نښه نيسي. د تيرو کړنو ارزونه ښه کار دي، خو په ماضي پسې ژړل هيڅ ګټه نکوي. که غني هيواد ته خدمت کړى وي رب العزت دې ورته اجر ورکړي او که له هيواد سره يې جفا کړې وي، له خداى څخه ورته د سزا غوښتنه کوو. په دغه تړاو له يو بل سره د تقابل  تګلاره موږ له مخکې تلو څخه را ايساروي. مونږ ته تر منزله پورې له رسېدو وړاندې لاهم دير مزلونه پاتې دي. مونږ د نړيوالو پرمختګونو له کاروان څخه ډير وروسته پاتې يو. د شاته کتلو لپاره ډير کم وخت لرو.

مونږ باید مخته لاړ شو. هو مونږ باید د پرمختګونو په منډه کې سيالي ته ځانونه تيار کړو. له هيواد څخه تېښته د حل لاره او د وياړ خبره نه ده. مونږ هرڅه لرو خو سوله نلرو. مونږ باید پوه شو چې امریکا انګليس روسيه چين او بل هر پردي زمونږ د ولس د هوساینې لپاره اندېښنه نه کوي، بلکې د خپلو ګټو د خوندیتوب لټه کوي. که د خپلمنځي تقابل انرژي او جګړو  لګښتونه د پرمختګونو په لار کې مصرف کړو يقيناً منزل ته د رسيدو لپاره فرصتونه لرو.

ډيرو لاملونو پر بنسټ زمونږ په هیواد کې يوه ستر مثبت بدلون ته اړتیا ليدل کيده.  متأسفانه چې زمونږ له هيلو توقعاتو او مکررو غوښتنو سره سم بدلون زمونږ په نصیب نشو. مونږ د افغانانو ترمنځ سوله ورورولي غوښته، تفاهم مو غوښت. په دغه شريک هيواد کې مو په شريک ډول د شريکو موخو لپاره شريک کار او سوله ايز ژوند غوښت، خو داسې ونشو. سهوې او غلطي وشوې. مونږ وپرتو، خو که پريوتي پاتې شو د نورو له پښو لاندي کيږو. . بيا پورته کيږو او بيا منډه کوو.

يوې بين الافغاني هوکړې ته  په رسيدو کى  دواړو اړخونو خپلې دندې ترسره نکړاى شوې او نړيوالو هم هغه څه ونکړل چې توقع يې کيده. د ولسواليو له مسلسل سقوط وروسته ولايتونه يو پر بل پسې پريوتل او طالبان د کابل تر دروازو پورې راورسيدل. که څه هم هيڅ اړخ برائت نشي ترلاسه کولاى، خو  اوس دغه توره سپينه نکوو چې کوم اړخ پړ او کوم وړ وو. کابل ته د طالبانو له داخليدو وړاندي کابل عملاً سقوط کړى وو. مونږ عملا د قدرت له خلا سره مخ شوو.

په دغه ډول امنیتي وضعیت کې له بدو څخه د بدتر اټکل هم کيداى شو. ځينې مافیایي کړيو هڅه وکړه کابل ښار املاک اموال او شتمنئ چور کړل لږ ګوډ مات پاتې نظام هم په بشپړه توګه نسکور کړي اسناد وسوځوي بانکونه لوټ کړي او داسې فاجعه رامنځته کړي چې تصور يې نشو کولاى ،خو لله الحمد طالبانو له ټولو اشتباهاتو سره سره په دغه هکله چټک غبرګون وښوده اړين ګامونه يې پورته کړل او د سترې فاجعې مخه يې ونيوله.

متأسفانه داسې بدلون راغى چې زمونږ ملي ګټې نه تأمینوي. طالبانو د خپل هيواد د تير تاريخ له مسلسلو ناکاميو څخه عبرت نه دى اخيستى.  د واک حرص په افغانستان کې يو ځل بيا يوه ډله داسې کړنو ته اړ ايستله چې په اوږدمهاله توګه د هغوى سياسي کريکتر هم زيانمنوي . اوس خبره دغه ځاى ته راورسېده چې طالبان که ښه او يا هم بد دي خو راغلل ارګ ته ننوتل او هيواد يې له خپل کنترول لاندې راوست.

مونږ هر ګوند هرې ډلې او د هر فکر خاوندانو ته د هغوى تشو او نيمګړتياوو ته له ګوتو نيولو پرته چانس ورکړ، تر څو په خلاص مټ په هيواد کې روان  ناورين ته د پاى ټکى کيږدي. خلقيانو، مجاهدینو طالبانو او د جمهوريت دعوه ګرو ته فرصتونه برابر شول خو متاسفانه د واک له ترلاسه کولو وروسته هر يو د واک انحصار ته دوام ورکړ. او يا يې هم اجندا  د افغانستان عيني شرایطو ته له کتو پرته راوړه او د افغانستان په عنعنوي مذهبي ټولنه باندې يې د تپلو تکل وکړ، خو ټول ناکام شو.

مونږ غوښتل که مو نه غوښتل خو اوس داده طالبان د خپلو مټو په زور بيا راغلل او په هيواد باندي حاکمان شول. اوس د هغوى د مشرتابه په درايت فراست او تجربې پورې تړلې ده چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې د ننه د سمون بدلون پيوستون، زخمونو رغولو  او ملي اجندا تګلاره خپلوي او که د شړلو وژلو ځورولو نفى کولو او بيلتون لاره نيسي.

راځئ د طالبانو تير هير او په راتلونکي باندې نظر واچوو. د تقابل، تصادم او منفى ګرايي تګلارې مو دوزخ ته رسوي. مونږ  بين الافغاني تفاهم ته د امکاناتو له برابريدو وروسته د تيروجګړو مخالفت کړى دى او اوس هم د افغانانو ترمنځ جګړه حل لاره نه ګڼو. مونږ ته مخونه نه موخې اهمیت لري. مونږ ته ګوندونه نه دغه خاوره ارجحيت لري.

زمونږ مبارزه په هيڅ صورت د تاوتریخوالي پربنسټ نه را څرخيږي. د طالبانو هر هغه کړنه تأئيدوو چې له ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او د هر هغې کړنې مخالفت يې کوو چې له ديني او ملي ارزښتونو سره سمون نه خوري. زمونږ مبارزه د کوم شخص يا ډلې واک ته رسول نه، بلکې سوله ورورولي او د يوې پرمختللي ټولنې په لوري حرکت دى. د هر هغه چا پلوي کوو چې منزل يې زمونږ موخو ته رسيدل وي او د هغه تګلارو مخالفت کوو چې تعصباتو اختلافاتو شخړو او جګړو ته لمن وهي. له طالبانو څخه جدي غوښتنه لرو چې تير اشتباهات تکرار نکړي د واک د حرص په فکر کې نشي مسلکي خلک په کار وګماري د فساد د مخنیوي لپاره هڅې وکړي د خپلو ګمارل شويو افرادو کلکه څارنه وکړي او هيڅوک له تير حکومت سره په همکاري د انتقام ښکار نشي.

اصل خبره د ملي ګټو ده. ويښ ملت هغه ده چې خپلې ملي موخې او اهداف وټاکي . هر هغه مشر تأئيدوي چې موخو ته په رسيدو کى له ملت سره په ګډه کار وکړي او هغه مشر د خپل ټاکنیز حق په ذريعه مستردوي چې د ملي په خوندیتوب کې پاتي راشي.

په درنښت عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب