Home+هند، انګلستان ته په دوهمه ټېسټ لوبه کې ماته ورکړه

هند، انګلستان ته په دوهمه ټېسټ لوبه کې ماته ورکړه

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۶) د انګلنډ او هند ترمنځ د پنځه ټېسټ لوبو په دوهمه لوبه کې کوربه انګلنډ ماته وخوړه.

د يادي لوبي پيل د هند په توپ وهني سره وشو.

هند په لومړۍ توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۴ او دوهم ځل توپوهنه کي يې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۸ منډي جوړي کړې او لوبه يې انګلينډ ته ور پرېښوده.

انګلينډ بيا په اول ځل توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۹۱ او دوهم ځل توپوهنه کي په ۱۲۰ منډو کي ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او لوبه يې هند ته په ۱۵۱ منډو و بايلله.

دا له اوه کلونو وروسته لومړی ځل دی چې هند انګلستان ته په لارډز لوبغالي کې ماته ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...