یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجلال اباد ښار کې طالبانو د بندو شویو لارو په خلاصون پیل...

جلال اباد ښار کې طالبانو د بندو شویو لارو په خلاصون پیل وکړ

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۶) د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د اسلامي امارت له خوا د ټاکل شوي نوي ښاروال قاري احسان الله ساجد په سپارښتنه په دغه ښار کې د بندو شویو لارو په خلاصولو باندې کار پیل شو.

د جلال اباد ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه وړمه شپه شوې ده او تر دې دمه ملي امنیت ته څیرمه جوي هفت کوڅو ته غزیدلې ټولې لارې خلاصې او په دې سره ولس ته د راتګ راتګ لپاره اسانتیاوي برابرې شوې دي.

سرچینه دغه راز وایي، چې د سراج العمارت باغ ته څېرمه د فضل هادي مسلمیار د حویلۍ تر مخه سړک هم چې کلونه تړلی وو د خلکو د تګ راتګ پرمخ خلاص شو.

جلال اباد ښاروال زیاته کړې، چې دوی به نن سه شنبه ټول کثافات مناسب ځای ته ولېږدوي.

د جلال اباد ښاروالۍ همدا راز له خلکو غوښتنه کړې، چې د ښار په پاکوالي، تنظیم او سمسورتیا کې له دوی سره مرسته وکړي.

د اسلامي امارت د راتګ نن درېیمه ورځ ده او تر اوسه هم خلک خپل عادي ژوند ته نه دي راګرځېدلي.

د اسلامي امارت له خوا ننګرهار لپاره د طالبانو ټاکل شوي والي هم پر عامو خلکو غږ کړی، چې خپل عادي کاروبار ته راوګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب