تاند (سه شنبه، د اسد ۲۶) چین افغانستان ته د ثبات په راوستو کې د همکارۍ ژمنه کوي.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره دلته پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې امریکا ویلي چې دوی له افغانستان د خپلو سرتېرو او وګړو د مصوونو وتلو په لټه کې دي او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په بېړه او بې پلانه له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو پر دغه هېواد ناوړه او منفي اغېز درلود، خو بیا هم چین ژمنه کوي چې د ثبات راوستو په برخه کې به همکاري کوي.
هغه همدا راز ویلي چې امریکا باید د خپلې خوښې نظام پر افغانانو و نه تپي او نه دې هم پر دوی فشار راولي، بلکې پرې دې ږدي چې هر هېواد خپل فرهنګ ته په کتو د ځان لپاره نظام او حکومت جوړ کړي.