یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبسم الله محمدي: افغانستان به د طالبانو له شره خلاصوو

بسم الله محمدي: افغانستان به د طالبانو له شره خلاصوو

تاند(سه شنبه، اسد٢٦) – په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ په درېیمه ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي وايي، له طالبانو سره په يوه مېز نه کېني او پر وړاندې به يې وجنګېږي.

هغه په خپل ټويټر ليکلي: “طالبان د زرګونه بې ګناه ملکي او نظامي سرتېرو وژونکي دي او دومره بې وجدانه نه دى چې له طالبانو حمایت اعلان کړي.”

نوموړي ادعا وکړه چې طالبان به د تل لپاره پر افغانستان حکومت ونه شي کولاى او په وينا يې د دغو ترهګرو له شره به افغانستان خلاص کړي.

وسله وال طالبان درې ورځې وړاندې له بې کوم نښتې پر کابل ولکه ټينګه کړه او د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت سلګونه چارواکي له هېواده بهر وتلي دي.

په ورته مهال د جرمني صدراعظمې د طالبانو له لوري د افغانستان نیول تریخ، ډراماتیک او وحشتناک وبلل.

دې وویل: “دا د ملیونونو افغانانو لپاره، چې نسبتاُ ازاده ټولنه غواړي، یو وحشتناک انکشاف دی.”

دې همداراز وویل، حکومت یې په دې تمرکز لري چې جرمني اتباع او هغه افغانان له افغانستانه وباسی چې د جرمني له حکومت او پوځ سره یې کار کړی دی.

دې دا هم وویل چې د کابل ګډوډ حالات د خروج عملیات خورا ستونزمن کړي دي.

د جرمني صدراعطمي یادونه وکړه چې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره د افغانستان د وضعیت په اړه په تماس کې ده او د اروپايي شورا یوه ځانګړې غونډه ښايي جوړه شي.

نن ټاکل شوې چې حامدکرزى، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتيار دوحه ته لاړ شي او هلته به د طالبانو سره به د افغانستان د راتلونکي جوړېدونکي نظام په اړه سره بحث وکړي.

دغه راز د طالبانو لوړپوړى غړى امير خان متقي بيګاه عبدالله عبدالله او کرزي سره ليده کاته کړي خو د ليدنې جزييات يې نه دي خپاره شوي.

3 COMMENTS

  1. بې خونده او بې همته انسان وختې.
    اسدالله خالد خپله په سنګر کې پروت وو، خو تاسې چيرته؟
    جهادي طبقې که په جهاد کې توره کړې وي، نو بيا به يې هم وکړي.

  2. خدای دی وکړی یو ټول شموله او دملت رښتونی نایب واکمنان راسی چه اسلامی ورورولی او عدالت راوړی. بیا به ددی درواغځونو قومپرسته غلو غارونه ورک سی. انشاء الله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب