یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د واکمنۍ درېيمه ورځ؛ ډېرى افغانان د ملي بيرغ په...

د طالبانو د واکمنۍ درېيمه ورځ؛ ډېرى افغانان د ملي بيرغ په لرې کېدو خواشيني دي

تاند(دوشنبه، اسد٢٥) – په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ د درېیمې ورځې په تېرېدو ډېرى افغانان د ملي ارزښتونو او شتمنيو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

د دغو ملي ارزښتونو څخه يو د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ دى چې د طالبانو له لوري د څو ورځو راهیسې له دولتي تاسيساتو لرې کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډيرى خلک په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.

خلک وايي، له دولتي ادارو د ملي بیرغ په لېرې کېدو خوابدي دي او دا ورته مهمه نه ده چې واک د چا په لاس کې وي خو ملي سمبولونه او ارزښتونه باید په خپل حال پاتې شي.

د پوهنې وزارت يو کارکوونکى ذبیح اندړ وايي، له لسو کلونو راهیسې دغه وزارت کې دنده لري او وعده يې کړې چې له هېواده بهر نه وځي خو که ملي بيرغ او اردو پر خپل ځاى پاتې نه شي نو افغانستان پرېږدي او ان مړى به يې وطن ته رانه وړل شي.

هغه وویل: “ما هر څه دلته د درې رنګه بیرغ او نظام لپاره منلي وو زه د اشخاصو طرفدار هم نه یم، هغوی چې لاړل له اوو غرونو یې واړوې او څوک چې راځي پخیر دې راشي خو زما لپاره ملي ارزښتونه ملي درې رنګه بیرغ او امنیتي او دفاعي ځواکونه دي. هر چاته چې د دې هیواد مشري ورکوئ مونږ ته په سر سترګو منلي او په ټول احترام یې منو خو د خدای لپاره خپل ملي بیرغ او اردو مو بېرته راکړئ. بې له هغو ژوند نشو کولی او نه د چا سره د سیالۍ کیسې کولی شو. خیر لږ د ولس ارادې ته درناوی وکړئ دا یوه راسره ومنئ ولې که داسې ونه شول دا هیواد به د تل لپاره پرېږدم حتا اخیري وصیت به مې دا وي چې مړی مې هم دلته څوک رانه وړي.”

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي اکرام علي خېل وايي، د ملي بيرغ يې د نړۍ د کرکټ په ميدانونو کې رپولى او ژمنه کوي چې بيا به يې هم په افتخار سره رپولو ته دوام ورکوي.

هغه وویل:” ما تل د افغانستان دا ملي بیرغ، چې الله اکبر او زموږ مبارکه کلمه هم پرې لیکل شوې، د نړۍ په میدانونو کې په ډېر افتخار سره رپولی دی او بیا به یې رپوم. دا د کومې سیاسي ډلې او مشر بیرغ نه دی بلکې د افغانستان ملي بیرغ دی او ټوله نړۍ په دې بیرغ پېژني. ملي بیرغ ته احترام وکړئ او د افغانانو احساسات او هیلې مه وژنئ.??????

هارون ابراهیم خېل وايي، دا يې حق دى چې له خپل ملي بيرغ سره لېونۍ مينه وکړي.

هغه وویل: ”
څو چې پاتي یو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
د یو آزاد انسان په توگه دا زما مسلم حق دى چې د خپل درې رنگه ملي بیرغ سره لیوني مينه وکړم، او دغه مينه په خپل زړه کې تر هغو وساتم ترڅو بېرته د ځمکې په سر هسکه غاړه ورپېږي.”

ليکوال او ژورنالیست ډاکتر داود حنبش وايي، د افغانستان ملي بيرغ د ټولو دى او دا د طالبانو بيرغ بيا د ټول ملت نه شي کېداى.

جنبش‌ زياته کړه:” ملا صاحب خیر یوسې، توره به دې وهلې وي، خو وطن د ټولو دي، خېټه پرې مه اچوه. خپله جنډه کورته یوسه، جومات کې هم ځړېدلی شي، زیارتونه هم بد نه دي، خو  پر دولتي ادارو به هرومرو تور، سور او زرغون بیرغ رپېږي. دا بیرغ د ټولو دی – ستا هم دی، خو ستا بیرغ د ټولو نه دی، د یوې ډلې دی او ډله ملت نه شي کېدای. اورېدلي به دې وي چې که ولس درنه واوښت، خدای درنه اوړي. مړ دې وي پاکستان.”

دغه راز ليکوال او ژورنالیست ساير ځلاند د افغانستان ملي بيرغ ته په سپکه سترګه کتونکو ته خبردارى ورکړ.

هغه وویل:” اه زما بېرغه?
هغوی چې ددې بېرغ سپکاوی یې کړی، یو ورځ به ترې حساب اخلو. د ټالب بېرغ د مرګ بېرغ، دی رنګ یې د مرګ دی. ټالب به زموږ ملي بېرغ له تپو را ښکته کړي، وبه مو زوروي خو ددې بېرغ عظمت به مو کله هم له زړونو لرې نه کړي.”

يو بل افغان خبریال عبدالله ستانکزى ملي بيرغ او ملي سرود خپل هويت بولي.

ستانکزي وویل:”
????درې رنګه ملي بیرغ????
ملي بیرغ او ملي سرود زموږ هویت دی. طالب باید د امارت بیرغ له ارګ کښته کړي او دا د عظمت نښان لوړ وساتي. دا نه د اشرف غني, نه د کرزي او نه د رباني بیرغ دی. دا بیرغ يوازې په افغان ملت پورې اړه لري. طالبان کولای شي, خپل بیرغ پخپلو غونډو او مجلسونو  کې وځړوي, خو کله چې د نړیوال سټيج خبره راځي, هلته بیا یوازۍ همدا تور, سور او زرغون بیرغ چلېږي.”

د افغانستان له دولتي ادارو د ملي بيرغ په لرې کولو کوزه پښتونخوا کې ملتپاله ګوندونه هم غبرګون ښيي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ايمل ولي خان وايي، ملګري ملتونه بايد د افغانستان د خپلواکۍ، قامي شناخت، بېرغ او د ورثې د حفاظت ضامن شي او امن دې په عزت، د اولس د جمهوري حقونو د تحفظ، ازادۍ او د افغانستان د قانون مطابق ټينګ کړای شي.

د افغانستان ملي بيرغ د حامد کرزي تر واکمۍ ډېر وړاندې، د پخوانیو پاچاهانو په دوره کې غوره شوی و. د خلق حکومت د دغه بیرغ پر ځای حپل ګوندي (سور) بیرغ غوره کړ، خو هغوی هم له دې کبله چې خلکو د خپل درې رنګه ملي بیرغ غوښتنه لرله، څو کاله وروسته بیرته درې رنګه ملي بیرغ ومانه.

7 COMMENTS

  1. طالبان باید ملی ارزښتونو ته پام وکړی که چېرې غواړی چې د ملت زړه لاسته راوړی نو باید دې معضلې زیر شی. دوهم دا چې طالبان نشی کولای په یواځې څان حکومت ته وږه ورکړی دوی باید د ملت څخه مخلص کسان په له څانه سره په حکومت کې شریک کړي نه عبدالله، ګلبدین او کرزی دوی ملت سره ډیره جفا کړې ده. ملی شتمنۍ باید خپلو شخصی ګټو لپاره ونه کارول شی.

  2. سلامونه،
    (تور و سور ېې هم زرغون
    ډېر ېې ګران په هر پښتون “افغان!”
    ستا محراب منبر نشان
    لوړ به وي پر ټول جهان!…)

    ګورئ د تحریک طالبانو مشرانو ، د آزادئ قهرمانانو! که غواړئ دا الله داد فتحه مو مکمله کړئ ؛ د وطن او هیوادوالو ملي ناموسونو ته سپکاوی مه کوئ ، زړونه لاسته راوړئ څې حج اکبر است!. کبر ،استبداد، خیانت او… ستاسو له شانه سره (که په رښتیا ځانونه اوغان بولئ!) نه زېبي.
    که مبارکه کلمهء طیبه ستاسو له جهڼډې لرې کړۍ یوه سپینه ټوټه ده چې د مکسودیانو (خراسان پرستانو ) ، اوفدرامایانو او بهزادیانو له تجزیه طلبو غیر ملي افرادو او وطنفروشانو به څه توپیر ولرئ!!!.؟
    کولای شئ ،لکه یون صیب چې ویلي دواړه بیرغونه چې اول زمونږ ملي هویت دی او بل مو اسلامي (( البته په ملي بیرغ کښې مو له ۱۴۰۰ کاله کلمه شریفه+ مهراب و منبر او++ دغنمو وږي!)) ښکارندویه ده!!. وکاروئ.
    ان اکرمکم عند الله اتقیکم.
    د افغانستان ازلي او ابدي دشمنان مه خوشحالوئ!!!!!.

  3. تور سور او زرغون دامان الله بیرغ دی چه دداود تروخته پوری وو. کمونستانو ربانیانو او طالبانو هغه بدل کړی او دامریکا اجیرانو بیرته راوړی دا په دی چه امان اللهی منافقینو انتخاب کړی دی.
    سوال دادی نو بیرغ دکوم ملت سیمبول دی. یو اندړ یی خوښوی او بل نفرت تری لری.ژورنالستان باید دخلکو په احساساتو باندی لوبی ونکړی او ددی لاری نه دملت په مینځ کی درځونه پیدا نکړی. داسی کارونه یوازی هغه خبریالان کوی چه لا اوس هم دخپل ملت پر خرڅلاو خوښ وی.
    ملت به هلته خوښ وی چه دیوبل زغم ولری، او یوبل ته تیر سی. طالبان به نوی واکمنان وبولو او لکه دتیر په ډول چه هرواکمن په خپل زور خپل بیرغ درولی دوی به هم دی ته ادامه ورکوی. خو هغوی که ټول شموله حکومت غواړی نو بیا دټولو په خوښه نوی بیرغ هم جوړولای سی. بیرغ مهم ندی.
    دبیرغ په رنګ دبی بی سی په شیطانی تبلیغاتو باندی خپل وطن بیا دخپلواکی او ترقی له کاروانه مه ردوی. بیا دپوهنتون او دانشګاه ډرامی مه جوړوی.
    افغانستان بیرته دکفر وګدا ته مه دروی. که رښتیا هم ملتپرسته یاست نو دچارسدی له مداریانو نه مشوری مه غواړی. هغوی هغسی ناکامه خلک دی چه اویا کاله دمخه ول.
    خپله فیصله وکړی چه تاسو ته ملی سوله او ترقی مهمه ده او که بیرغ؟
    ملی اردو که دبیګانه کسانو څخه دفاعی قوتو ته وایاست نو په هغوی مه ژاړی هغه ستاسو دملتپرستی له روحیی سره تضاد لری. هغوی په هغه صفت ورک سول او ماتی یی وخوړه. په داسی ډول اردو له ملی روحیی سره جوړښت نلری.
    که اردو دملت دساتنی قواوو ته ویل کیږی نو هغه باید بیرته منظم سی او په هغه کی تسلیم سوی عسکر، قوماندانان چه دفاعی زدکړی لری او په دفاعی ستراتیژی باندی پوهیږی راټول سی. هغوی باید دطالبانو له قواوو سره یوځای سی او له دواړو څخه داسی قوه جوړه سی چه نور بیا دپردو نه دفاع ونکړی او دسیاست نه جدا وی. دهغوی وظیفه وی سیاستوالو ته دملی ارزښتونو یا داستقلال او ملی سولی په خاطر اصلاحی اخطارونه ورکړی او دپردو په مقابل کی دسیاسیونو په خلاف دوطن دفاع وکړی. مونږه داسی اردو دداود خانه تراوسه ندی لیدلی. زه خو په هغه باندی نه ژاړم. زه دنوی ملی اردو په هیله یم.
    دا پورتنی کسان زما له ارادی څخه نیابت نسی کولای او نه دنورو ملیونو افغانانو

  4. ملا ثابته په هغه خدای چې پرې باور لرم ته سوچه پاکستانی یې. ته په قرآن چې د آی اس اي غړی یې
    ستا د ضیا الحجق غره ږږږږ د سپي زوی یې
    امان الله خان که هر څه و ستا تر قاعد اعظم کثیف زر کرته مسلمان و، ستا د انګریز بچي کله لمونځ زده و. ستا ….

  5. ثابت خانه ډیر بې منطقه انسان یې؟.
    زه له تاندوالو غواړم چېژ ستاسو په شان وطن دښمن ته اجازه ورنه کړي چې د بردیو اجندا په تاند کې، چې یوه ملي رسنۍ ده، خپل زهریات خپاره کړی او زموږ ملي سمبولونه سپک سپاند کړي. له تاند نه مې هم هیله ده چې د پخوا په شان ملي واوسي او د وخت شرایطو ته په کتو خپله پالیسي بدله نه کړي.
    حبیب الله نورزی

  6. رشید او نورزیه
    هیله ده دتیری اداری دمدافعینو په څیر خبری پریږدی. داسی خبری دافغانستان ماتولو په خوا خلک تشویقوی.
    دبیان دآزادی په رڼا کی له خپل نظر څخه دفاع په کار ده. هیڅ هم په کنځلو لاس ته نسی راتلای. یوازی دمخالف نظر مړ کول او خپه کول راولی. داسی رویه دافغانستان دجوړولو لیاره نده.
    زه له پاکستان نه ترتاسو زیات کړیدلی یم. تاسو ته په خلکو ویلی وی او زه دهغوی ترخی خاطری لرم. اوس دپاکستان او امریکا دمینی په سر خبری کول دوخت ضایع کول دی. هغه چه دافغانستان دجوړولو په کټه دی هغه باید تر بحث لاندی ونیول سی.
    بدبختانه تیر سل کاله دزورواکی دتحولاتو تاریخ دی. په یوه هم سرماتول ندی په کار. هغه چه دتور سور او زرغون رنګو په هوا کی لیونیان وی هغه کولای سی دظاهر شاه دوخت په اجماع تکیه وکړی ترڅو طالبان او نور قانع کړی. محض بیمانا مینه او له هغی نه دفاع خلک دځان نظر ته نسی قانع کولای.
    بیا هم افغانستان تر رنګو او کرښو اوچت دی. دهغه مینه باید اولیت ولری. تاسو که بل نظر ولری نو روښانه یی کړی او که نه ځای دخبرو وڅښتنانو ته خالی کړی.

  7. ثابت صیب باید مخکی تر هر څه خپله فکری ستونزه حل کړی؛
    ښاغلئ د یوې خوا وائی چی بیرغ مهم نه دئ او د بلی خوا د مولانا فضل الرحمن د خوښی وړ د بیرغ پر تثبیت ټینګار کوی. که بیرغ مهم نه دئ نو طالب جان دی هم خپل د ډلی بیرغ را کوز او ګوښه کړی.
    بله دا چی د هیواد د ځوانانو د ټینګار د درې رنګه بیرغ په تحفظ کی یو مهم پیغام پروت دئ هغه دا چی د پاکستان د خبیثی ادارې خبیثی اِرادی ته نه تسلیمیږی.
    قسم ته اړتیا نسته او فی البدیهه د منلو وړ ده چی پاکستان د افغانستان د ټولو معنوی شتمنیو دښمن دئ.
    بیا هم قسم ته اړتیا نسته، که همدا نن ورځ ( فرض محال ) د افغانستان ټول وولس رښتینی مجاهدین سی او حتی ښځینه ئې هم ږیروری سی او د اسلامی نړۍ څخه د اخلاقی او اجتماعی فساد د کمبلی ټولولو لپاره ملا وتړی او د کراچی د بندر څخه د چین تر شمال پوری د اسلامی حکومت غوښتونکی سی نو همدا پاکستان به ئې بیا هم وځپی او دومره جادوګر هم دئ ( د خپل انګریز بادار له برکته ) چی د نننی ټولو طالبانو څخه به په ۱۸ ساعته کی سکولر او د جهاد ضد عناصر جوړ کړی او د وولس د پاڅون مخنیوی به وکړی.
    نو عرض می دا دئ چی طالب مالب دی خوشی ګوزونه نه ولی او د بیرغ او نورو ملی مسائلو په هکله دی د وولس سره د منفی مقاومت لیاره خوشی کړی.
    د غرب نړۍ او چین او هند او روسیه او د هغوی خپل منځی کړکیچونه هم باید له پامه و نه غورځول سی او که ئې اوضاع ته خوټی کلکی سوې یا ئې زموږ اوسنی وضعیت د ځان په زیان تشخیص کړ نو باور وکړئ چی په ۲۴ ساعتونو کی به د کابل او کنړ او هلمند او ارغنداب رودونه د طالب د خریلو ږیرو په وریښتانو له مستۍ او حرکت څخه ولویږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب