یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبايډن: افغان سياسي مشران تسلیم او وتښتېدل

بايډن: افغان سياسي مشران تسلیم او وتښتېدل

تاند(سه شنبه، اسد٢٦) – د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي، په افغانستان کې هغه څه پېښ شول چې تصور يې نه شواى کېداى او افغان سياسي مشران تسلیم او له هېواده بهر وتښتېدل.

هغه بيګاه ناوخته وویل: “د افغانستان سیاسي مشران تسلیم شول او له هېواده وتښتېدل. د افغانستان پوځ دړې وړې شو. امریکایي سرتېري نه شي کولای او باید هم هغه جګړه مخ ته یونه سي او په کې مړه نه شي چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل ځان لپاره جګړه نه شي کولای.”

ښاغلى بايډن وایي، په افغانستان کې صحنې دردونکې دي او پېښې له تصوره لېرې پېښې شوي، خو دی له د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کوي.

نوموړي وويل: “زه په کلکه د خپلې پرېکړې تر شا ولاړ یم. له شلو کلونو وروسته ما سخته لار زده کړې چې هېڅکله هم د ځواکونو د ایستلو لپاره مناسب وخت نه و راغلی.”

په افغانستان کې د طالبانو د بشپړې واکمنۍ پر دوهمه ورځ ولسمشر بايډن خپل ولس ته وينا وکړه.

د هغه په خبره، د طالبانو پر ضد د جګړې د ګټلو لپاره یې ټول امکانات د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ورکړي وو، خو دغو ځواکونو جګړه ونه کړه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دوى بر افغان ځواکونو شاوخوا یو تریلیون ډالره لګولي او ښه يې سمبال کړي و چې درې سوه زرو تنو ته رسېده څو خپله راتلونکې وټاکي خو دوى ونشواى کولى.

ولسمشر بایډڼ وویل، په افغانستان کې د امریکا هدف د هغو ترهګرو ډلو د بريدونو مخنیوى و چې دوى ته يې پېښ کړي وو خو دا هدف يې نه و چې ملت جوړونه وکړي.

طالبانو په دوو اونيو کې پر. ټول افغانستان ولکه ټينګه کړه او کابل ته په نږدې کېدو سره افغان حکومت سقوط او ولسمشر غني هم له هېواده بهر ووت او لا معلومه نه ده چې اوس کوم ځاى کې اوسېږي.

خو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتو او د طالبانو په لاس د افغان حکومت د چپه کېدو په غبرګون د امریکا د متحدو استازو جرګې د بايډن پرېکړه ناوړه بهرنۍ پالیسي وبلله.

د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر کیون مکارټي له افغانستانه د امریکایي عسکرو د ایستلو پرېکړه د لسیزو تر ټولو ناوړه بهرني پاليسي وبلله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب