Home+راشد خان په سل باله لوبو کې تېره شپه ۳ لوبغاړي وسوځول

راشد خان په سل باله لوبو کې تېره شپه ۳ لوبغاړي وسوځول

راشد خان تېره شپه په سل بالیزه سیالیو کې د ښې توپ اچونې تر څنګ ښه ډګرساتنه هم وکړه.

نوموړي ۳ لوبغاړي وسوځول او ۲ کېچونه یې ونیول.

د لوبې په پیل کې مانچسټر پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

مانچسټر په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې.

کولن مونرو ۴۵ او جو کلارک ۲۷ منډې وکړې.

د روکیټس له خوا راشد خان بیا ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

د راشد اړوند ټرینټ روکیټس لوبډلې په ۹۵ توپونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره شو او د ۷ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...