جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+وېسټ انډیز په لومړۍ ټېسټ لوبه کې پاکستان مات کړ

وېسټ انډیز په لومړۍ ټېسټ لوبه کې پاکستان مات کړ

تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۴) د وېسټ انډیز او پاکستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه وېسټنډیز لوبډلې وګټله.

په دغه لوبه کې وېسټ انډیز د پچې له ګټلو وروسته پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ منډې وکړې.

ورپسې وېسټ انډیز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې کریګ بریتویټ ۹۷ او جیسن هولډر ۵۸ منډې وکړې.

پاکستان په دویمه پاڼۍ کې ۲۰۳ منډې وکړې او وېسټ انډیز لوبډلې ته یې د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.

وېسټ انډیز لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ او د ۱ ویکټې په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب