پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد نړۍ هېوادونه: د افغانستان هوايي ډګرونه او سرحدي بندرونه دې پرانیستل...

د نړۍ هېوادونه: د افغانستان هوايي ډګرونه او سرحدي بندرونه دې پرانیستل شي

تاند (دوشنبه د اسد ۲۵مه) نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د امنیت پر راوستو ټینګار کړی دی.

د امریکا، کاناډا او قطر په ګډون د نړۍ شپېتو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې دې د واک څښتنان ژر تر ژره د خلکو امنیت تامین کړي او ټولو هېوادوالو ته دې د ژوند کولو خوندي فضا برابره کړي.

اعلامیه وایي چې بشري حقونه دې خوندي شي او د هغو خلکو د تګ زمینه دې برابره کړل شي چې غواړي نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

سرچینه کاږي هغه کسان چې په افغانستان کې واک ته رسېدلي د ټولو افغانانو د ساتنې مسؤل دي او تر څنګ یې باید ادارات، هوايي ډګرونه، سرحدي بندرونه او نور پرانیستي پرېښودل شي څو خلک په ازاده توګه تګ راتګ ته ادامه ورکړي.

نړیوالې ټولنې دغه راز ژمنه کړې چې له افغانستان او افغانانو سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب