Homeخبرونهکابل کې زر تنه نور امریکايي سرتېري هم ځای پر ځای شول

کابل کې زر تنه نور امریکايي سرتېري هم ځای پر ځای شول

تاند (دوشنبه د اسد ۲۵مه) د امریکا ددفاع وزارت وایي د کابل هوايي ډګر د خوندي ساتلو لپاره یې زر نور سرتېري هم رالېږلي دي.

د امریکا ددفاع وزیر جنرال لویډ آسټن په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د کابل له هوایي ډګر د ډيپلوماتانو د خوندي ایستلو او په دغه ډګر کې د نظم ساتلو لپاره زر کسه نور هم ځای پر ځای کړي دي.

د آسټن په خبره په دې سره په کابل کې د امریکایي ځواکونو شمېر شپږو زرو ته ورسېد.

امریکا وایي چې دغه کسان په موقتي توګه په کابل کې ځای پر ځای شوي دي او د امریکايي وګړو او ډيپلوماتانو تر ایستلو وروسته به دوی هم له افغانستانه ووځي.

تر دې وړاندې دلته د شته امریکایي ځواکونو شمېر پنځو زرو ته رسېده چې ټول د کابل په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...