Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په هکله ځانګړې ناسته...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په هکله ځانګړې ناسته جوړوي

تاند (دوشنبه د اسد ۲۵مه) ملګري ملتونه وایي چې نن / دوشنبه به د افغانستان په هکله بېړنۍ ناسته راوبولي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دی، خو د ځینو هېوادونو په غوښتنه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناسته راوبولي څو ددغه هېواد وضعیت و ارزوي.

ګوتریش له طالبانو غوښتي چې له زغم کار واخلي، بشري حقونو ته درناوی وکړي، د خلکو د سر او مال امنیت تامین کړي او د بشري مرستو د رسېدو زمینه برابره کړي.

ملګرو ملتونو د خپل ماموریت په هکله څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې طالبانو له دغه ادارې غوښتي و چې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د یونسف مشر ویلي و، طالبان ددې غوښتونکي دي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې حضور ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...