جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهښايي ملا برادر د طالبانو د ادارې مشر وګومارل شي

ښايي ملا برادر د طالبانو د ادارې مشر وګومارل شي

تاند (دوشنبه، د اسد۲۵) سي این این تلویزیون د ځینو سرچینو په قول وايي چې احتمالاً ملا عبدالغني برادر به د طالبانو د ادارې مشر اعلان شي.

ملا برادر، چې اوس د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ريیس او د طالبانو د مشر مرستیال دی، د طالبانو د تحریک یو له بنسټګرو څخه دی.

د دې تلویزیون د راپور له مخې، ویل کېږي چې ملا برادر د طالبانو د تحریک د اصلي موسس ملا محمدعمر اخوند یو تر ټولو باوري کس دی. نوموړی په ۲۰۱۰ م کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امریکايي او پاکستاني ځواکونو له لورې ونیول شو خو په ۲۰۱۸ م کال خوشي شو.

په ۲۰۱۰ م کال د ملابرادر له نیول کېدو وروسته د افغانستان د حامد کرزي حکومت ادعا کوله چې نوموړي له کابل سره د تماس هڅه کوله.

ملا برادر په کندهار کې لوی شو. خو د ډېرو نورو افغانانو په شان د ژوند یوه لویه برخه یې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې په جګړه تېره شوه. ویل کېږي چې ده له ملا عمر سره اوږه په اوږه د شوروي پر ضد په جهاد کې برخه اخیستې ده.

په ۲۰۱۸ کې د امریکا د فشار په نتیجه کې د پاکستان له بنده خوشي او قطر ته ولېږدول شو.

2 COMMENTS

  1. په کندهار کی نه بلکی د روزګان په دهراود ولسوالی کی په کندهار پوری یی مه تره

  2. WE WILL SEE YOU ARE REPRESENTATIVE OF PAKISTAN,
    OR HONEST AFGHAN TO KEEP AFGHANISTAN FREE.
    IN LAST 20 YEARS YOUR TALIBS DESTROIED SHOOLS/ROADS BRIDGE AND PUBLIC PROPERTIES
    COULD YOU REBUILD THAT.
    CAN YOU CLOSE PAKISTAN INTERFER IN AFGHANISTAN,
    CAN YOU CLOSE AFGHAN WATER RUNNING TO PAKISTAN
    WE WILL SEE,
    YOU CAN NOT READ PASHTO HOW YOU RUN THIS COUNTRY,
    I AM SORRY FOR AFGHANISTAN.
    DOCTOR GHANI LEFT WE WILL NEVER FIND GHANI AGAIN
    GOOD LUCK FOR GHANI SAHIB,
    DEATH ON PUNJAAB

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب