جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههوايي شرکتونو ته ویل شوي چې د افغانستان له فضا کار وانخلي

هوايي شرکتونو ته ویل شوي چې د افغانستان له فضا کار وانخلي

تاند (دوشنبه، د اسد۲۵) نه یوازې افغانستان ته او ورڅخه الوتنې درول شوي بلکې د افغانستان له فضا ټولې نړیوالې الوتنې منع شوي دي.

د نړۍ لویو هوايي شرکتونو لکه یونایټیډ ایرلاینز، بریټش ایرلاینز، ویرجین اتلانتیک او نورو نن وویل چې نور د افغانستان له فضا څخه نه تېرېږي.

د افغانستان له فضا څخه د نړیوالو هوايي شرکتونو د نه استفادې له کبله سلګونه ملیون ډالره ګټه د افغانستان له لاسه وځي خو دا په دې پورې اړه لري چې د دغو هوايي شرکتونو پرېکړه د لنډ وخت لپاره ده او که د اوږدې مودې لپاره. تراوسه څرګنده نه ده چې نړیوالو هوايي شرکتونو د څومره وخت لپاره د افغانستان له فضا څخه خپلې الوتکې منع کړي دي.

د یونایټید ایرلاینز شرکت ویندویې وویل، د افغانستان له فضا څخه د نه استفادې پرېکړې له امریکا رانیولې تر هند او نورو هیوادونو پورې پر ګڼو هوايي شرکتونو اغېز کړی دی.

د الوتنو د څرک لګولو په ویبپاڼه (FlightRadar24) کې یوازې څو الوتنې ښودل کېږي چې نن دوشنبه د افغانستان په فضا کې تېرې شوې دي. د افغانستان له پاسه تېرې شوې الوتکې یوازې د ایران او پاکستان دي.

د امریکا د هوايي چلن فدرالي ادارې د جولای په میاشت کې د افغانستان له فضا څخه د امریکايي الوتکو پر تېرېدو بندیز ولګاوه.

د سیف ایرسپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، د کاناډا، بریتانیا او فرانسې په شمول نورو هیوادونو هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان له فضا څخه د تېرېدو په صورت کې ډېره لوړه ارتفاع؛ یعني لږترلږه ۲۵ زره فوټه وساتي.

1 COMMENT

  1. د غنی له دولت ملاتړ لویه ګناه ده! هغوی چی د غنی له دولت دفاع کوی د وطن دښمنان دی! ځکه چې د غنی دولت یعنی د عطا چور، محقق میخکوب، مارشالان قاتل، ګلبیدن کابل ساز، سیاف عرب، مسعود ویرانګر، خلیلی خمینی، قدیر، تورن اسمعیل او هغوی چی په دوی پسی ژاړی باید ملت خپلی تولی حرامی دارایی ګانی و خوړې خود به د غنی مفسد دولت پسی ژاړي!
    که غوا توره ده شیدی یې سپینی
    نوره سپین سترګې پریږدۍ!
    د غنی تر ټولو لوی خدمت د هغه تیښته وه چې صلجه یې را وسته!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب