جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا برادر: د افغان ولس مالونو او شتمنیو ته به هېڅ زیان...

ملا برادر: د افغان ولس مالونو او شتمنیو ته به هېڅ زیان ونه رسېږي

‏تاند( دوشنبه، د اسد ۲۵) د طالبانو د قطر دفتر مشر د خپلو وروستیو بریاوو په تړاو یو وېډیویي پېغام خپور کړ.

ملا عبدالغني برادر په دې پیغام کې افغانانو او په خاصه توګه د کابل ښار اوسېدونکو ته د خپلو وروستیو بریاوو له امله مبارکي ویلې ده.

‏ملا برادر ویلي، ښاریانو ته ډاډ ورکوي،چې د دوی مالونو او شتمنیو ته به هېڅ زیان ونه رسېږي او د هوسا او ارامه ژوند د جوړولو لپاره به خپلې ټولې هڅې جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې هم په افغانستان کې د امنیت پر راوستو ټینګار کړی دی.

د امریکا، کاناډا، قطر په ګډون د نړۍ شپېتو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې دې د واک څښتنان ژر تر ژره د خلکو امنیت تامین کړي او ټولو هېوادوالو ته دې د ژوند مصونه فضا برابره کړي.

سرچینه وایي چې بشري حقونه دې خوندي شي او د هغو خلکو د تګ زمینه دې برابره کړل شي چې غواړي نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

سرچینه کاږي هغه کسان چې په افغانستان کې واک ته رسېدلي د ټولو افغانانو د ساتنې مسوول دي او تر څنګ یې باید ادارات، هوايي ډګرونه، مرزي بندرونه او نور پرانیستي پرېښودل شي څو خلک په ازاده توګه تګ راتګ ته ادامه ورکړي.

نړیوالې ټولنې دغه راز ژمنه کړې چې له افغانستان او افغانانو سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

5 COMMENTS

  1. اوس د امریکا لعنتی لوبه اهسته اهسته عملی شکل مومی ، لیونۍ ددرواغو چیغی وهوونکۍ او د سی آی ا‍‍‍ ي ستر جاسوس ټټر وهلو چی نوموړۍ به په ژوندیتوب د ارګ څخه ونه وزی اما د بادار په امر په عجلی سره خارج ته په تیښته کښي شو تر څو د کوچنیوالی څخه تربیه شوو بی سواده وحشی او د پنجابی پاکستان بچیانو ته ارګ خوشۍ کړی ، البته دا وحشیان د افغانانو بچیان دی اما د شورویانو په شان دا حلقه د کوچنیوالی څخه د پنجابی پاکستان په غیږ کښی روزل شوی او لوی شوی دی دوی په نام افغانان دی اما د افغانانو اصلیت ئي له لاسه ورکړی دی ! دا بله د پنجابی پاکستان غلامه ډله دپنجابی پاکستان څخه د امرونو اخستلو لپاره ئي ځانونه اسلام آباد ته ورسول او همدارنګه اوازه تیته دی چی بل ستر جاسوس جلالی به د مؤقتی حکومت چاری تر سره کړی حتی ددی جاسوس صفتونه د یو عالم او مدبر شخصیت په نام هم خپوریږی بلی د امریکا اواز په غیری رسمی شکل هم جریان لری !!! څوک چی ددی جاهلو او بی سواده د پنجابی پاکستان تربیه شوو ته ځوانان د افغانستان ترقی او تمدن ته تشویق کوی هغوی هم د ځوانانو سره خیانت کوی او هم غواړی چی د افغانستان خاوره دوامداره مستعمره پاتی شی !!!!

    په ۱۹۸۲ کال کښی مسلسل شکایتونه وکړۍ شول چی د مهاجرینو تنکی اولادونه د مصنوعی مذهبی مدرسو کښی شاملیدل د ددی اولادونو آیندی ته ستر خطر دی او هم د افغانستان آینده لپاره اما همدا بی بی سی او وایس اف امریکا چینلونه وو چی ددی مردود اقدام لپاره ئي تبلیغونه شروع کړی وو او جاسوس خلیلزاد دا ټول شکایتونه په خندا مسخره کول او اوس بیا هم نا وخته ندی او یوازی یوازی صادق پاک او په ملت او خپلی خاوری مین منورین په خارج او داخل کښی لاسونه سره یو کړی او د یو ازاد مستقل افغانستان او واحد ملت لپاره راپورته شی !!!!!

  2. غروال صاحب، خبري مو ټولي صحیح دي… ټول غلامان وه او دي؛ تاسو خارج کي یاست، دا که دلته واست، بیا به مو فکر له دې هم تغيیر کړی وای، دلته لکه وحشيان ښار کي ګرځي، نه نظم نسته، په خدای دا نورو قومونو ته يې و شرمولو…..

    شلېدلي ګرېوانونه، رنګه جامې، وسلې پر يوه موټرسایکل درې څلور سپرېدل…. په خلاف لاس تګ راتګ…. موږ يې ذهني ناروغان کړو، دا وحشيانو.

    خو اشرف غني هم له دې هیواد سره بد وکړل؛ لاف وهونکي خلګ يې پر موږ واکمن کړي وه، چي هیڅ هم نه وه، موږ ته دا عملاً اوس ثابته شوه.

    درې رنګه بیرغ مي؛ ملي نښان مي، ملي سرود مي، اساسي قانون مي… هر څه د پنجاب پر مېز پراته دي…

  3. مبارز ساب سلامونه
    درې رنګه بیرغ مي؛ ملي نښان مي، ملي سرود مي، اساسي قانون مي… هر څه د پنجاب پر مېز پراته دي…
    ليکنه مو په ځاي او دردونکي ده خو د د معاميلي ته پنجاب له يوي خوا تالبان وروزل اوله بلي خوا د شمال.ډلي په ډيره بي شرمي او هوښار ي له بچه سقاو او ببرک کارمل نه را نيولي تر اوسه پوري د افغانستان د له منځه وړلو کار په بريالي سره په مخ يووړ.
    دا يادونه هم بايد وکړو چه پښتنو د افغانستان په ساتنه کي کومه ونډه واخستله او که يي اخستي نتيجه يي کومه ده.
    اوس د لرو او برو پښتنو د زوال لپاره لاره نوره هم اواره شوه چه پنجاب بي تيرور او بي هويته کوي ځکه چه اوس پنجاب د شمال ډله هم په غيږ کي نيولي ده.
    نور پښتانه د تيښتي ځای نه لري.
    خدای د خير کوي.

  4. مبارز صاحب مننه د تاسو نیک نیت څخه ، بلی زه په خارج کښی یم اما مسلسل افغانستان ته تلم کله چی په ۲۰۱۵ کال په شمال د افغانستان کښی ترور او زخمی کړۍ شوم نو همکارانو ټینګار وکړ چی بیا افغانستان ته ولاړ نشم بیا هم تماسونه موجود دی ( دا حلقه په ۱۹۸۰ کال کښی جوړه شوی او ماهرانه فعالیت باندی لګیا دی ددوی څخه ځینو ملی اشخاصو د سلاح جمع کولو پروکرام په اخیر ۱۹۹۵ کال کښی رول درلود او وروسته شهیدان کړۍ شول او لعین خائين خلیلزاد د پنجابی پاکستان په کومک دا کوچنی تهدابی تربیه شوی طالبان ئی رامینځ ته کړل ) !!!! نه پنجابی پاکستان به هیڅکله نه دری رنګه بیرغ نه ملی سرود نه اساسی قانون او نه نور د افغانستان مقدسات هضم کړۍ شی که د پنجابی پاکستان تربیه کړی تنظیمی غلامان دافغانستان مقدسات په مراتبو ورته عرضه هم کړی نو پنجابی پاکستان یوازی د پټان موجودیت سره به ئي د افغانستان قرط کول ددوی په نجسو چتلو مریو کښی ښخ شی بی غمه اوسه مونږ ولیده د افغانستان مقدسات شوروی او وروسته امریکا او ناتو هضم نکړۍ شول او اجنبیانو په فریبی سره د ملت جهاد بریالتوب د شوروی اتحاد او امریکا ناتو مقابل کښی ئی د تنظیمونو او طالبانو نام باندی پلانیز بین الملی شهرت ورکړی شو بلی عجبی ډرامی روانی دی علت ئی دادی چی د مونږ اکثره منورین مرتجع دی !!!!!

  5. ملا برادر کوستیزنه دا د بوټو او موزو د ډیوالی تجار په څېره!
    افغان بیچاره بله هیڅ شتمنی نلری بېله دې ( ظاهراً سپېره ) وطن څخه چی هغه هم د سلو کلونو په موده کی د سلو نړیوالو غلو او ډاکوګانو لخوا چور سوئ او زخمی سوئ او ځورېدلئ دئ چی وروستی ځل ئې همدا نن ورځ ده، البته وروستی ځل به نه وی او تازه بل ګېم شروع کېدونکئ دئ.
    د خلګو خبره
    مَکسَد، پر خپله شتمنی دی لاسونه ټینګ نیسه چی بېځایه نه سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب