یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+تېر وار څه نه و چې طالب وران کړي وای خو دا...

تېر وار څه نه و چې طالب وران کړي وای خو دا ځل اباد هیواد ورانوي

نواز ارمان

طالب څۀ رقم افغانستان ته راغی، څۀ ډول واکمني یې وه او د واکمنۍ د چپه کېدو طریقې یې څۀ لرل، نۀ راته یادېږي. ماشوم وم، د راتګ یې نۀ، خو د واکمنۍ پر وخت مې یې لږ، لږ د دوی کارونه ذهن ته راځي. خو اوس چې څومره پوهېږم، طالب چې راتۀ افغانستان د مجاهدینو پۀ خپل منځي او د روسانو د شړلو لۀ وجې کنډ و کپر ؤ، یانې د طالب د راتګ سره څۀ نۀ وو، چې دوی وران کړي وای.

طالب راغی، څو کاله یې واکمني وکړه، خو دوی د خپلې واکمنۍ په وخت یوازې ولس مذهبي شکنجې ته ورکړی ؤ. ږېره بۀ چې چا خیریلې وه، سزا یې کوتک وه، داسې وهل بۀ یې ورکول، چې سړی بۀ یې لۀ هر څۀ وویست. یو  چا بۀ ښۀ سهي سلامت لمونځ کړی ؤ، خو چې د دوی بۀ خوښه شوه، بۀ بیا پرې لمونځ کاوۀ. چیرته بۀ چې  لرې، لرې د کلیو حجرو کې ځوانانو ډول او هرمونیې ته سات تېروۀ، دوی بۀ ورغلل، بندیان کول بۀ یې، وبۀ یې وهل او د موسیقۍ الې بۀ یې ترې ماتې کړې.

لنډه دا چې دوی انساني خدایي چلوله. لۀ دغې خدایۍ لۀ وجې یې خلک تر پوزې کړل او د انسان د باغي فطرت لۀ وجې یې اکثریت مسلمانان پټې ګمراهۍ ته وتړل.

د مسلمان انسان خپله د دۀ خپل وجدان شریعت دی او د دۀ پۀ وجدان کې شریعت حاکم، حاکم دی. خدای یې پېژندلی، د دۀ لۀ حکمونو خبر دی. دین یې پۀ خپله خوښه منلی او ایمان یې راوړی.

مسلمان فکر لري، چې کۀ ګناه کوم، ما سر د حساب کتاب چې خدای پۀ خپل پاک کتاب قران کې وایلي، یوازې بله دنیا کې خدای کوي. خو طالب بیا څوک دی، چې ما د دین پۀ دغې دنیا کې لۀ غاړې را نیسي او شکنجه راکوي. ما کۀ خدای منلی، پۀ خپلې لویۍ مې منلی، د طالب لۀ وجې مې نۀ دی منلی او کۀ طالب د خدایي رول کوي، قصداً هم ګناه کوم.

د طالب وخت کې ارامي وه، خو پرمختګ نۀ ؤ. یوازې پاکستان ؤ، چې پر رسمیت یې پېژندلي وو.

نړۍ سره اقتصادي او تجارتي اړیکې نۀ وې، وطن کې یو نیم پوخ سړک چې هغه هم د روسانو پاتې شونی ؤ، مونږ لرل. پلونه پلچکونه نۀ وو. موبایل، انټرنېټ او عصري زده کړې نۀ وې. د رڼا لپاره سلوري برښنا نۀ وه، خلکو بۀ لانټېن او کۀ میلمه بۀ راغی، ګازي برښنا بۀ یې تیاروله. کۀ لنډ ووایم ژوند پۀ ټیټ ترین حالات کې شپې اړولې او د طالب وخت د ژوند او د ژوند د اسوده‌ګۍ پۀ پار د سخت ترینې تاریکۍ وخت ؤ.

جمهوریت چې واکمن شو، دا ټولې چارې برعکس شوې، خلکو ته د ژوند او د ژوند د اسوده‌ګیو رڼا ورسېده. افغانانو هغه ترقي چې یو جمهوري نظام کې وي،  ولیدله. د نورې نړۍ ژوند او پرمختګ یې ولید. افغانانو هم د جمهوري نظام لۀ برکته انګیزه واخیسته، چې ژوند دا دی او ځان ته یې هم همدغې رقم ژوند جوړولو تابیه‌وې وکړې. اوس چې جمهوریت دی او نوره نړۍ کې څۀ رقم ژوند دی، هغه پۀ لږې استثناء افغانستان کې هم دی. نوره نړۍ چې څۀ رقم د ژوند اسوده‌ګۍ لري، پۀ لږ توپیر یې افغانان هم لري.

دا شل کاله طالب جګړه کوي، چې لۀ افغانانو ژوند او جمهوریت واخلي. بېرته افغان تاریکیو ته ټېل وهي. خو افغان وولس لۀ جمهوریت او د ژوند دفاع تر خپلې وسې کړي او کوي.

تېره شپه مې یو فلم وکوت. فلم کې عراق د صدام پر مشرۍ پر کوېټ حمله وکړي، دا حمله د دې لپاره وي، چې عراق کوېټ د ځان ملکیت وګرځوي. د کوېټ خپل دولت او حکومت را نسکور کړي.

عراقیان د کوېټ پر ځمکه هره روغه ولاړه ونه هم زربه کوي، هره روغه ابادي ویني، راکټونه یې ورته اړم کړې وي. ماشومان، پېغلې، ځوانان او سپین ږیري د ژوند ساه ته نۀ پرېږدي او لۀ تېغه تېروي.

پر کوېټیانو بد حال وي، ډوډۍ، اوبۀ او د سر ساتنې لپاره ځای هم نۀ لري. دا د یو نظام او حکومت د ړنګولو حال ؤ، چې د ړنګېدوونکي هیواد پر وګړو مسلط ؤ.

زمونږ هیواد افغانستان هم ورته حالت کې دی، طالب د پاکستان پۀ اجیرۍ کوښښ کوي، د افغانانو جمهوري او ابادي نظام وپرځوي.

کۀ چېرې افغان وولس پۀ دغسې حالاتو کې ځان بې پرې وبولي او د افغان حکومت پۀ ننګه د وران کارو پۀ مقابل کې را ولاړ نۀشي، دا تېري پۀ خپل کور تیري ونۀ بولي، عینې شکل د کوېټ برخلیک سره مخامخ کېدوونکي یو.

والله بالله کۀ پۀ نوم د ژوند د اسوده کولو لامل در پرېږدي. هغه کۀ انسان دی، کۀ پل دی، کۀ سړک دی، کۀ برښنا ده، کۀ یو ښۀ کور دی، کۀ مکتب دی، کۀ پوهنتون دی، کۀ زنانه ډاکټره ده او کۀ …

مونږ اوس لۀ نړۍ سره سیالۍ ته نږدې شوي یو، خو کۀ دا نظام ړنګ شو، داسې بربادي بۀ ووینو، چې خپله بۀ د خپل ځان وژلو ته تیار شو. کوم حالت کې چې اوس یو، شل کاله بۀ بیا دغې حالت ته د راتلو لپاره لالهانده او سرګردانه وو.

ممکن بیا دغې حالت ته د راتلو چانس هم ونۀ لرو او پۀ دایمي ډول، د پاکستان لاسته ولوېږو. تر قیامته تاریکیو او پۀ مستقم او غیرې مستقیم ډول د پاکستان مستعمره وګرځو.

1 COMMENT

  1. شریکه!
    طالبان استعمار را وستل
    بیرته همدې استعمار ( مؤقتاً ) وځپل
    استعمار بیرته غواړی دوهم ځل ئې را باندی وتپی
    خو مطمئناً
    دا ځل به د وطن ځوان نسل د استعمار او د خلیل زاد د یهودی کورنۍ د پلیدو نیتونو او اِرادې او تصمیم خلاف :
    د طالب د بیا حاکمیت په صورت کی به پر طالب داسی چریکی عملیات پیل کړی چی هره ورځ به په هره کوڅه او کرونده کی د طالب او د هغوی د خلقی او افغان ملتی ( او احتمالاً پرچمی ) ملګرو د نجسو جسدونو بد بویونه د مادالی جناح او عمران خان سږمې ور وسوځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب