ژوند باید په عادي حالت کې تېر کړو یا که په بل ډول ووایم په ژوند کې چوکاټونو ته ارزښت ورکول ځان په کړاو کې اچول دي، څومره چې ځان په چوکاټونو کې را نغاړو ژوند راته بې خونده او بې مینې کېږي.
چوکاټونه انسان د ژوند له عادي حالت نه رابهر کوي، په چوکاټونو کې د انسان راګیریدل هغه مرغه ته ورته وي چې د سیمو په قفس کې بندي شوی وي، هر سیم د ده لپاره یو تېره تېغ وي، کله چې پرې ولګېږي نو ټپي شي، یوه ورځ داسې راشي چې پر کوم تېره تېغ باندې یې ستونی ولګېږي د ژوند له بازاره کډه وکړي او خپله خوږ غږ د تل لپاره خاموش کړي.
په چوکاټونو کې راګیر انسان هم تل ځان وهي، هر چوکاټ د ده لپاره یو تېره تېغ وي، کله چې دی ځان مهم او له نورو لوړ ګڼي نو د کبر او غرور په چینه کې اوبه څښي، کله چې یې د کبر او غرور په چینه کې اوبه وڅښلې نو له ژوند نه خوند نه شي اخیستلی کله چې له ژوند نه خوند وانه خلي نو دې ته اړکېږی چې ځان وژنه وکړي.
په ټولنه کې ډول ډول وکړي ژوند کوي، هغه څوک که غواړي چې له ژوند نه خوند واخلي او پر زړه باندې داغ ونه لري، هغو ته زما وړاندیز دا دی چې داسې اخلاق د ځان لپاره غوره کړي، چې د لوستي سره لوستی شي، د نالوستي سره نالوستی، د بوډا سره بوډا او د ځوان سره ځوان… .په ټوله کې داسې ځان جوړ کړي چې د ټولنې د هر فرد په شان اخلاق ولري، د هر فرد سره د هغه د کړنو مطابق رفتار وکړي، پر چا ځان لوړ ونه ګڼي، ځکه ځان لوړ ګڼل انسان ته د کبر او غرور ناوړه اوبه ورڅښي، کبر او غرور د هغه چا سره ښایي چې ټوله نړۍ یې پیدا کړې او بېرته یې فنا کوي، نو د هغه چا سره نه ښایي چې د ده روح د بل چا په واک کې وي او په چوکاټونو کې هم باید ځان ونه نغاړي، دلته د چوکاټ نه زما هدف دا دی چې یو کس لوستی وي بل نالوستی، یا یو کس روغ وی بل ناروغ او یا د یوه کس دواړه سترګې روغې وي د بل یوه سترګه روغه وي، دغه لوستی، روغ او په دواړو سترګو روغ کس د نالوستي، ناروغ او په یوه سترګه روغ کس سره نه کېني او نه په یوه کاسه خوراک ورسره کوي، دا ناروغي چې هر څوک ولري، هغه کس په ټولنه کې په بد اخلاقه پېژندل کېږي نور کسان د مغروره او متکبره خطاب ورته کوي، نو په دغه ناروغۍ اخته کس له ژونده خوند نه شي اخیستی، روحآ او جسمآ به یواځې وي دغه یواځېتوب ده ته رواني ناروغي پیدا کوي کله چې یې رواني ناروغي پیدا کړه نو ډېر زر به د ژوند بازار ورباندې تنګ شي او دې ته به وهڅېږي چې ځان د ژوند له بازاره ورک کړي او خپله سر له تنه بېل کړي.
۱۴۰۰/۳/۲۸ غوربند