یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروسیه : طالبان د ښارونو د نيولو او ساتلو وړتيا نه لري

روسیه : طالبان د ښارونو د نيولو او ساتلو وړتيا نه لري

تاند (جمعه د اسد ۱۵مه) روسیه وایي،چې د طالبانو بریدونه د ختمېدو په حال کې دي او دغه ډله د لویو ښارونو د نیولو او ساتلو سرچینې نه لري.

رویټرز د اینټر فاکس خبري آژانس په استناد لیکي،چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو بریدونه په تدریجي ډول د پای ته رسېدو په حال کې دي، ځکه دده په وینا، دغه ډله د لویو ښارونو د نیولو لپاره سرچینې نه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو مرستیال الکسانډر ویکانتوف دې ته په نغوتې سره چې افغان ځواکونه توانیدلي، په تېره یوه میاشت کې ځینې ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیسي،وویل، چې که څه هم دې ډلې ښارونو ته نږدې خپل فعالیتونه زیات کړي، خو د ښارونو د نیولو او ساتلو وړتیا نه لري.

هغه وویل: ” طالبان د کابل په ګډون د لویو ښارونو د نیولو او ساتلو وړتیا نه لري، د هغوی یرغلیز بریدونه ورو، ورور، د ختمېدو په حال کې دي.”

نوموړي ټينګار کوي، چې روسیه به د سولې د مذاکراتو لپاره خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې ناڅاپه خپل بریدونه زیات کړل او ځینې ولسوالۍ یې ونیولې.

په داسې حال کې چې د غه یرغلیز بریدونه ټکني شوي، طالب اورپکو خپل بریدونه پر ښارونو متمرکز کړي او د دریو ولایتونو په مرکزونو کې یې جګړې ته زور ورکړی دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، طالبانو له ایران سره د افغانستان لوېدېځې پولې ته نږدې د هرات په مرکز، د هېواد د سویل ختېځ ولایت هلمند په مرکز او د سویلي ولایت کندهار په مرکز کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د طالبانو درېیو قوماندانانو رویټرز ته ویلي،چې دې ډلې خپله سټراټېژي د کلیوالو سیمو د نیولو پرځای د ولایتونو پرمرکزونو بریدونو ته بدله کړې ده.

بل خوا په دې وروستیو کې امریکا هم پر طالبانو خپل هوایي بریدونه زیات کړي دي.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو عمومي ویاند جنرال اجمل عمر شینواري رویټرز ته ویلي، چې دا اونۍ په لښکرګاه کې بیړنی حالت اعلان شوی او دغه ښار ته افغان ځانګړي ځواکونه لېږل شوي،چې دده په وینا لوړ مرال لري او د طالبانو بریدونو ته به سخت ځواب ورکړي.

د افغان پوځ ځواکونو ژمنه کړې ده، چې له لښکرګاه ښار نه به دفاع کوي او دغه ښار به سقوط ته پرېنږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب