یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر "دواخان مینه پال"...

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر “دواخان مینه پال” ووژل شو

تاند (جمعه، اسد١۵) – د حکومت د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال نن ماسپښین د کابل د دارالامان په سیمه کې ووژل شو.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې دواخان مینه پال د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د جمعې لمانځه ته روان و،چې په یوه موټر کې سپرو وسله والو پرې برید وکړ.

ویل کیږي، چې وسله وال کسان له سیمې په تېښته بریالي شوي خو موټر یې په سیمه کې پاتې دی او پولیسو په سیمه کې پلټنې پېل کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مینه پال د وژلو مسوولیت پرغاړه واخیست.

بل خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له لوري د مینه پال وژنه غندلې ده او دا پېښه یې جنګي جنایت ګڼلی دی.

دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي دي،چې د دولت پر ملکي کارکوونکو برید د وسله والو شخړو له اصولو سرغړونه او جنګي جنایت دی.

دواخان مینه پال د حقوقو په برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې وې او په تېرو شلو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې فعال پاتې شوی و.

هغه په لومړي سر کې د هېواد په سویل کې د آزادي راډیو خبریال و چې وروسته بیا د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس شو.

مینه پال د کابل د عامه کتابون د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې وه .

نوموړی په وروستیو کلونو کې د ولسمشر د ویاند مرستیال شو او یو ځل یې پارلماني ټاکنو ته هم ځان کاندید کړی و.

هغه اوس د حکومت د رسنیو د مرکز و.

4 COMMENTS

  1. درواغجن وحشی او د پردیو مزدور طالیبان خو د هر چا ترور په غاړه اخلی، خو د شهید مینه پال ترور ته باید ولسمشر پخپله ژوره کتنه او څیړنه پیل کړی، دا خبر چه مخ پټو کسانو مینه پال ترور کړه د پښتنو ولسونو ته د قناعت وړ نه ده، او نه دا د قناعت وړ ده چه سبا یو بیچاره د امنیت دولتی لخوا په ډرامه یی شکل ونیول شی چه ووایه چه مینه پال ما وژلی دی.
    افغانان د ولسمشر څخه په کللکه غواړی چه د شهید مینه پال پټ مخی تروریستان رسوا او د قانون منګولو ته وسپاری.
    د خدای په امان

  2. بې غیرته بې ناموسانو. څوک چې لکه تاسې دې پاکستان په موردګاو خانو او فاحشه خانو کې لوی شوی وی همداسې خبرې کوي. والله په قران تر هغه چې یو افغان هم ژوندی وي که تاسې د حرامکوسې زامن د چا خوله تړلی وشئ. دواخان د وطن په مينه او غیرت شهید شو، هغه هم د جماعت له لمانځه وروسته، خو ته پتنګه او ستا په شان نور حرامکوسې د ای اس ای ګوډاګیان چې د پاکستان د منافعو لپاره په خپلې مور او خور هم صرفه نه کوئ په حتما جهنم ته په مرداره کونو، چټلو ږېرو او مخونو ولېږل شئ. لعنت په هغه اسلام او مذهب چې تاسې یې نمایندګان یاست. کله چې د جنګ په میدان کې وشرمېږي او مخ مو تور شي بیا یو بې ګناه او بې وسلې افغان وژنئ.
    الله دې دواجان ته جنتونه نصیب کړي. کورنۍ ته یې د لوی الله له درباره صبر غواړم.

  3. مینه پال یوډيربی غرضه او فرهنګپال انسان و یوښه شاعر و لیکوال و
    بس عیب یی داو چی دپنجابیانو مخالف و
    خو د درد خبره داده چی پنجابیانو زموږ دیوشمیرخرو وطندارانوپه مرسته داکار کړی دی پرپدر دې ددوی لعنت شی

  4. زه له ٢٠٠٨ نه تاند ویپاڼه هره ورځ تعقیبوم
    لطفآ نور نو دا بي حسي پریږدئ چي سپیڅلي د وطن په ننګ شهید ته د وژل شوي کلمه کاروی!
    دا نو ولاکه مونږ هم درسره ومنو که مو په خپلو لیکنو کي بدلون رانوست په خلاف مو غږ پورته کو، لکه د bbc خلاف مو چي پورته کړ.
    لږ د ګاونډي پنجاب له رسنیو حیا وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب