یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو پر شبرغان او زرنج ښارونو بريدونه پيل کړي

طالبانو پر شبرغان او زرنج ښارونو بريدونه پيل کړي

تاند ( جمعه د اسد ۱۵ مه) طالبانو نن سهار د جوزجان ولایت پر مرکز شبرغان ښار جګړه پېل کړه او دغه ښار ته دننه شول.

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې ځايي سرچینې وایي چې طالبان دغه ښار ته دننه شوي دي او د جوزجان ولایت امنیه قومانداني یې هم یو ځل ونیوله، خو افغان ځواکونه ډیر ژر وتوانېدل چې امنیه قومانداني له طالبانو بېرته ونیسي.

د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادرمالیه وایي،چې اوس شبرغان ته له کابل نه مرستندوی ځواکونه ورسېدلي، خو جګړه لاهم روانه ده.

سرچینې وایي چې ولسي پاڅونوالو د جوزجان ولایت پر زندان د طالبانو  برید شنډ کړی دی.

د سرچینې په وینا، طالبان د اندخوی تر بندره رسیدلي او دغلته یې د عبدالرشید دوستم ماڼۍ ته اور ورته کړی دی. خو د جنبش ویاند دغه خبره رد کړې ده.

ځينو خبریالانو ویلي، چې په شبرغان کې خلکو دوه پاکستانیان نیولي دي او اوریې ور اچولی دي.

دا په داسې حال کې ده، چې عبدالرشید دوستم پرون اعلان وکړ،چې د روانو حالاتو پر وړاندې به لاس تر زنې پاتې نه شي، بلکې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ به د خلکو د دفاع لپاره لاس په کارشي.

بل خوا طالبانو نن سهار د نیمروز ولایت پر مرکز زرنج ښار هم یرغلیز بریدونه کړي دي.

د نیمروز له مرکز زرنج ښار نه تازه خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې طالبانو د نیمروز ولایت مقام، امنیه قومانداني او هوایي ډګر نیولی دی.

خو ځایي اوسېدونکي وایي چې ښار لا په بشپړ ډول د طالبانو لاسته نه دی لوېدلی او ځای، ځای جګړه روانه ده.

طالبانو د نیمروز ولایت زندان هم مات کړی دی.

په ویډیوګاڼو کې ښکاري چې بندیان له زندان نه د تېښتې په حال کې دي.

بل خوا په ولسي جرګه کې د نیمرو ولایت د خلکو استازو پر حکومت غږ کړی، چې د زرنج ښار د وضعیت د کابو کولو لپاره دغه ښار ته نور ځواکونه ولېږي.

په زرنج ښار کې یو شمېر کورنۍ وایي، چې د جګړې له وېرې یې غوښتل ایران ته واوړي، خو ایراني عسکرو له سپکاوي په ډک چلند سره د دوی مخه نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، چې ولسي خلکو ته به د سر او مال د زیان د اوښتو د مخنیوي په پار پر ښارونو برید ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب